د شیکاگو د غونډې پر ضد مظاهرې وشوې
۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبهاعلان
د جگړې په زرهاوو مخالفينو په شيکاګو کښي د ناټو د سرمشریيزي د جوړيدو پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړی دئ. د دغي سوله یيزي مظاهرې په ترڅ کې د لږ وخت له پاره هغه وخت تشدد رامنځ ته سو چې يوه کوچني ګروپ چي تور کالي ئې پر تن کړي ول د پوليسو پر وړاندې له تاوترخوالي څخه کار واخیست. تر دې مخکې هم د یکشنبې په شپه د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخوډب رامنځ ته سو چې به پایله کې ئې ۱۸ مظاهره کونکي ونيول سول.