د شکنجوله قربانيانوسره د ملاتړنړيواله ورځ
۱۳۸۵ تیر ۶, سهشنبهيو برخه ليک د سلگونو بيلگه
امنسټي انټرنشنل د تروريزم پرضدجگړه کې، د امريکا د متحده ايالتونو د خپل سريو او بشپړې بې قانونۍ د په سلگونوقربانيانوبرخه ليک ته په گوتې نيولو سره، د هغوۍ د ځينوپه هکله ليکي: د ٢٠٠٢ ميلادي کال د اپريل د مياشتې په ١٠ نيټه، په انگلستان کې ميشت ايتوپيايي بنيام محمد » الحبشي «، په پاکستان کې د يوه اقامت په ترڅ کې نيول کيږي او د امريکامتحده ايالتونوته د زنداني په توگه سپارل کيږي. له دې ځايه » الحبشي « د څوهيوادونوله لارې، په کوموکې چې نوموړې هرځل له ناوړه چلنداوشکنجوسره مخامخ دی، د گوانتاناموبې زندان ته ليږدول کيږي، چيرته چې » الحبشي « ترنن ورځې پورې لا زنداني دی.
د امنسټي انټرنشنل غوښتنې
د بشر د حقوقونړيواله ټولنه امنسټي انټرنشنل د امريکاله متحده ايالتونوڅخه غواړي چې: ټولې پټې الوتنې اوټول اختطافونه سمدستي پايته ورسوي اوخپل ټول پټ زندانونه وښئي.