د شوروي يو ورک عسکر په هرات کي پيدا سو
۱۳۹۱ اسفند ۱۶, چهارشنبهبحرالدين حکيموف چي د پخواني شوروي اتحاد د ورکو سوو عسکرو په ليست کي ئې نوم ثبت وو د افغانستان په هرات ولايت کي په نباتي طبابت بوخت وو.
د راپورونو له مخي هغه په ډيره سختي سره په روسي ژبه خبري کوي، خو خپل د زېږېدو ځای د ازبکستان هيواد د سمرقند ښار ئې په ياد دئ. هغه دغه راز د شوروي اتحاد پخواني عسکر هم د عکسونو له مخي پېژندلي دي.
بحرالدين حکيموف په ۱۹۸۰ کال کي په يوه وسله وال يرغل کي سخت ټپي سوی وو او له هغه وخته ئې بيا پل ورک سوی وو. د روسي چارواکو په خبره له هغه وروسته چي دغه سرتيری د محلي خلکو له خوا پيدا سوی او درملنه ئې سوې وه له هغوی سره پاته سوی وو.
حکيموف ۳۳ کاله ورک وو، ترڅو چي الکساندر لاورنتيف پيدا کړ. لاورنتيف تر روسيې دباندي د پخواني ورکو سوو جنگي عسکرو د پيدا کولو د کمېټې مسئول دئ او له کلونو راهيسي د هغو عسکرو د پيدا کولو په تلاښ کي دئ چي په افغانستان کي ورک سوي دي.
لاورنتيف تراوسه لا په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد د ۲۷۰ تنو ورکو سوو سرتيرو ليست په لاس کي لري. هغه په افغانستان کي کلي په کلي گرزي له سپين ږيرو سره خبري کوي ترڅو د هغوی پيل پيدا کړي.
هغه د حکيموف د پيدا کېدو په اړه د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «هغه په خپله نړۍ کي ژوند کوي.» د لاورنتيف په نظر حکيموف ته د تښتېدلي عسکر په سترگه نه کتل کيږي. هغه وايي د يوه ځوان سرتيري په توگه حکيموف بې شکه چي په افغانستان کي يو سخت ژوند تيرکړی دئ.
حکيموف مجبور وو چي څوکاله په افغانستان کي د «غلامۍ کار» وکړي او وروسته بيا په قبيله يي ټولنه کي ځای پيدا کوي، يو سپين ږيری هغه ته د نباتاتو طبابت ورښيي او بيا پر ځان باندي د شېخ عبدالله نوم ږدي.
د معلوماتو له مخي حکيموف ځکه ژوندی پاتيږي چي هغه ازبک وو. د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو تر وتلو وروسته هغه په خپله ازبکې څېرې سره و توانېد چي د خلکو په منځ کي ځان وساتي.
د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان په لس کلن اشغال کي نزدې ۱۵ زره شوروي عسکر ووژل سول او ۲۷۰ تنه ژوندي ورک سول.
په ۱۹۹۲ کال کي د ورکو سوو شوروي عسکرو د چارو د پرمخ بېولو له پاره يوه کمېټه جوړه سوه.
د دغي کمېټې له جوړيدو راهيسي تر اوسه پوري په افغانستان کي د پخواني شوروي اتحاد له ورکو عسکرو څخه ۲۹ تنه پيدا سوي دي، چي ۲۲ تنه ئې تر پېژندلو وروسته بيرته خپل وطن ته ستانه سوي دي پاته ئې لا په افغانستان کي ژوند کوي.