د شنډنډ په چاودنه کي مېرمني او کوچنيان وژل سوي
۱۳۸۹ مرداد ۲۶, سهشنبهد هغه ولسوالۍ ولسوال لعل محمد د دويچه ويلي المان ږغ راډيو خبريال ته تاييد کړې چي پيښه تير ه شپه د يو ماين د چاودلو له امله رامنځته سوې ده.
د ولسوال په خبره ماين پر يو کرولا ډول موټر چاودلی چي پکښي ۲ مېرمنی ۲ ماشومان اوموټر چلونکی مړه او دوې تنې مېرمني ټپياني دي.
هغه د پيښي عاملين وسله وال طالبان بللي. خو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر په اساس په بادغيس ولايت کي د طالبانويوه محلي قوماندان په ټلفون سره رسنيوته دهغه ولايت د بالامرغاب ولسوالي دمنګانونومي امنيتي پوستي دنيولواو۷تنه پوليسوله وسلوسره دوراوښتوادعاکړې ده.
خو د بالامرغاب ولسوال محمدابراهيم برخلاف د طالبانو د يوه ناکام بريدحال ورکړی زياته يي کړه «په بالامرغاب کي ديکشنبې د شپې په پيښه کي ۶وسله وال طالبان دهغوﺉ ديوه محلي مشرپه شمول مړه،۴تنه ټپيان سوه»
دبالامرغاب ولسوال وژل سوی طالب قوماندان ملاجمال الدين يادکړی.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل