د شنډنډ ولسوالي د کوکنارو د کښت څخه پاکه اعلان سوه
۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبهپه داسي حال کي چي په افغانستان کي د ملګروملتونو اړونده څانګي په۲۰۱۱کال کي د هيواد په کچه د کوکنارو د کروندو د زياتوالي انديښنه ښوولې. د هرات په شنډنډ ولسوالۍ ولسي خلکو خپله سيمه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
د شنډنډ د ولسوال لعل محمد عمرزي په خبره په ولسوالۍ کي يې د کوکنارو د ماتيدو د کمپاين اساسي چاري د ولسي مشرانو په غاړه وې خو ورسره په څنګ کي ملي اوردو اونورو نظامي ادارو مرسته لرله.
ولسوال ويلي چي اوس بايد ژر ترژره د کرونده گرو سره د بديل کښت او نوري بشري مرستي وسي.
شنډنډ چي نوم يې هر وخت په مطبوعاتو کي د مخالفو وسله والو په شتنون سره ناامنه ياد سوی سيمه ييز مامورين يې وايي اوس د هرات تر هري بلي ولسوالۍ ارامه او خلک يي سوله ييز ژوند لري.
د شنډنډ ولسوال، سيمه ييز خلک او د ولايتي شوراغړي وايي: دغه يوه ګڼ ميشته سيمه ده، ځمکه يي هم د هرات د ټول ولايت د ولسواليو په کچه پراخه ده، خو برعکس حکومتي مرستي او د بيا رغوني امتيازات يې نه يوازي داچي د ولسواليو په تناسب نه محاسبه کيږي، بلکي کم ورکول کيږي. هغه څه چي دوی د هيواد د مدني قوانيو خلاف او بې عدالتي بولي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل