1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

د شمالي کوریا مشر جنګي تياری زیاتوي

۱۴۰۲ دی ۸, جمعه

کیم جونګ اون پر امریکا او متحدینو یې تور لګوي چې له دوی سره د مقابلې هڅه کوي، نو ځکه دوی هم د مقابلې له پاره خپلې وسلې چمتو کوي.

https://p.dw.com/p/4ai46
د شمالي کوریا مشر
د شمالي کوریا مشرانځور: KCNA/dpa/picture alliance

د  ۲۰۲۳م کال په پای کې د شمالي کوریا د کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې هغه د دې پروسې د چټکولو خبر ورکړ.

د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون د دغه هيواد له پوځ او د وسلو له صنعتي برخي څخه غوښتي دي چې د جګړې په صورت کې خپل چمتووالی زیات کړي.

دولتي رسنیو د کیم له خولې ویلي "پوځي چمتووالی خپل لوړ حد ته رسېدلی دی." راپورونه دا هم وايي چې کیم د خلق ګوند، د اردو نظامي دندې، د وسلو صنعت، اټومي وسلو او ملکي دفاعي برخو ته هم اشاره وکړه.

شمالي کوریا چې د اټمي وسلو د لېږدولو وړ بالستیک توغندي ازمایلي، پکې د انټرکانټیننټال بالستیک توغندي هم شامل دي.

په وروستیو هغه د دغه هېواد په اساسي قانون کې د خپلو اټومي وسلو د پراخولو پالیسي تثبیت کړې ده.

کیم جونګ اون تر دې مخکې د روان کال په اګست میاشت کې د ګوند د مرکزي پوځي کمېسیون په غونډه کې امر کړی وو چې د جګړې له پاره چمتووالی باید په شدت سره پرمخ ولاړ شي. په هغه وخت کې دغه پرېکړه له امريکا سره د جنوبي کوريا د نژدې پوځي همکارۍ پر وړاندي غبرګون بلل شوی وو.

شمالي کوریا چې د اټومي وسلو د پروګرام له امله تر نړیوالو بندیزونو لاندې ده، امریکا او جنوبي کوریا خپل ستر دښمنان ګڼي.

د روان کال په اپریل میاشت کې امریکا او جنوبي کوریا پریکړه وکړه چې د ګډو پوځي تمرینونو په ګډون خپلې پوځي همکارۍ لا زیاتې کړي.

زموږ له آرشيف څخه: