1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوریا د واکمن خور د واک د ترلاسه کولو پر لور

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ ترنګلتيا ډيره شوې: اړيکي یې پرې شوي. په همدې حال کې داسې ښکاري چې د ځوان ديکتاتور روغتيایي وضعيت هم ډير ښه نه دی چې همدې یې د ځای ناستي په اړه ګنګوسي راپيدا کړي.

https://p.dw.com/p/3duD6
Kim Yo Jong Nordkorea
انځور: Getty Images/J. Silva

د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون په اپريل میاشت کې پوره شل ورځې په عامه محضر کې را څرګند نه شو. د می پر دويمه نيټه بيا په يوه ويډيو کې د يوې فابريکې د افتتاح کولو په حال کې وليدل شو. تر د مخه يې د روغتيا په اړه په ټوله نړۍ کې اټکلونه کيدل. د نوموړي چې له چاغښته هم کړيږي او سګريت هم څښي، آن د مړينې آوازې هم خپرې شوې وې. په عين حال کې په دې اړه هم اټکلونه کيدل چې څوک به یې ځای ناستی وي.

خور او ورور

د شمالي کوريا د حکومت مشروعيت د کيم ـ کورنۍ سره په نه جلا کیدونکي توګه تړل شوی دی. کيم جونګ اون په ۲۰۱۱م کې واک له خپل پلار کيم جونګ دوهم تر مړینې وروسته ترلاسه کړ. پلار یې بيا په ۱۹۹۴م کال کې د خپل پلار او واکمن کيم دوهم سونګ ځای ناستی شوی وو. کيم دوهم سونګ د شمالي کوريا د دولت بنسټ ايښې وو.

Kim Jong Un und Schwester Kim Yo Jong
انځور: picture-alliance/dpa/Korea Summit Press Pool/Kyodo

په ۲۰۱۱م کال کې لا په دې اړه بحث کیده چې آيا کم جونګ اون خو به د دغه مقام له پاره ډېر ځوان نه وي، خو کيم د واک په ټينګولو وتوانيد.

اوس د جنوبي کوريا کارپوهان وايي چې د کيم کشره خور کيم يو جونګ د خپل ورور د نه شتون په صورت کې ښه چانس لري. کوريايي څارونکي د خور او ورور ترمنځ له ډیرو پياوړو اړيکو څخه خبره کوي. د ۹۰ مې لسیزې د پای په کلونو کې دواړو په سويس کې يوځای ډير وخت سره تیر کړی وو. د سويل د يونای پوهنتون څخه بونګ يونګشک وايي: «کيم جونګ اون او کيم يو جونګ ډیرې ګډې خاطرې لري.» هغه زياتوي چې شمالي کوريا ته تر ستنيدو وروسته هم خور او ورور يو بل ته ډېر نژدې ول.

کيم يو جونګ څوک ده؟

 د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ میاشت کې د امريکا متحده ايالاتو د ماليې وزارت پر کيم جونګ اون چې هغه وخت ۲۸ کلن وو، او د شمالي کوريا پر نورو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه وضع کړل. دليل یې «له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه وه.»

د همدې کال په اکتوبر مياشت کې کيم جونګ اون خپله خور د خپلې عمه کيونګ هي چې د کيم جونګ دوهم د واکمنې پر مهال يوه بانفوذه ښځه وه، ځای ناستې کړه او د سياسي دفتر د غړيو مرستياله یې وټاکله. د جان هاپکنیز پوهنتون څخه مايکل مادن څو کاله تر مخه له دويچه ویله سره په يوه مرکه کې ويلي ول: «کم يونګ جونګ په کور کې شخصي درس ترلاسه کاوه او د ۹۰ مې  لسیزې په پای او بيا وروسته یې د کيم جونګ اون سره يوځای د سويس په بيم ایالت کې دوه کاله درس ویلی.» مادن زياتوي چې هغې بيا وروسته په شمالي کوريا کې تحصيل وکړ او په لویديځه اروپا کې یې په سيمنارونو کې برخه اخيستله.

Südkorea Seoul Treffen von Kim Yo Jong, Ri Son Gwon
انځور: picture alliance/AP/Yonhap/K. Ju-sung

کيم يو جونګ په لومړي ځل په ۲۰۱۰م کال کې هغه وخت په عام محضر کې وليدل شوه چې د کارګر ګوند په يوه کنګره کې د خپل پلار ترڅنګ ولاړه وه. هغه د خپل پلار سکرتره وه او ښايي ډيره پرې ګرانه وه.

د رپوټونو په حواله نوموړې په ۲۰۱۲م کال کې د ملي دفاع کميسيون له پاره د خپل ورور سفرونه همغږي کول. دا هم ويل کيږي چې هغې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې هم هغه وخت چې ورور یې ناروغ وو، دولتي چارې پر مخ وړلې. د ۲۰۱۵م کال راهيسې هغه د تبليغاتو د وزارت مشره ده.

تیر کال کيم يو جونګ له خپل ورور سره په ګډه په يو شمير سرمشریزو کې ګډون وکړ. د مثال په توګه د جنوبي کوريا د واکمن مون جای او امريکايي ولسمشر دونالد ترمپ سره د ملاقاتونو پر وخت نوموړې حاضره وه. د يو جونګ په دندو کې ښايي دا هم شامل وي چې په نړۍ کې د خپل ورور يو ښه انځور وړاندې کړي.

د راتلونکي دندو ته چمتووالی

د کيم يو جونګ منتقدين په دې آند دي چې هغه د شمالي کوريا د واک د ترلاسه کولو له پاره ډيره ځوانه او بې تجربې ده. پر دې سربيره شمالي کوريا يوه پلار سالاره ټولنه ده او دا به يوې ښځې ته چې ډيره تجربه هم نه لري، د دولت د چارو پر مخ وړلو کې ستونزې جوړې کړي. خو نور بيا وايي چې په اوسني وضيعت کې نوموړې غوره ده.

زموږ له آرشیف څخه: