1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د شالکه فوټبال ټیم مینه وال تر وهلو ټکولو وروسته ټپیان سوي

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

د جرمني په گیلزن کیرشن کي د شالکه د فوټبال ټیم د مینه والو په منځ کي تر ډله ایزو وهلو ټکولو وروسته نن سهار یکشنبه حد اقل څلور تنه سخت ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Nie2
Bundesliga | 1. FC Union Berlin v FC Schalke 04
انځور: Martin Rose/Getty Images

پولیسو خبر ورکړی دی، چي د شالکه د ټیم په سل هاوو مینه وال راټول سوي وه، تر څو د مسابقې دپاره په بسونو کي برلین ته ولاړ سي. تر هغه وروسته یو دم تشدد ته اماده سل کسه راپیدا سول، چي گمان کیږي، په ایسن کي د روټ وایس او دورتموند بوروسیا مینه وال به وه. 
په دغو اخوډبونو کي د کریکټ بیټونه او نوري وسلې استعمال سوي دي. په زخمیانو کي یو موټروان هم شامل دی. د چارواکو په خبره سخت زخمیان روغتون ته انتقال سوي دي. پولیسو د ټولني د ارامش د نقضولو او اشخاصو د زخمي کیدلو پخاطر تحقیقات پیل کړي دي.