د سیمي او نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له دويچه ويله څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره.
ترکيه ـ دوو چاودنو ۶ انسانان ووژل
د ترکيې هيواد په سويل ختيځ کي د پوليسو پر تاسيساتو د دوو موټري بمي بريدونو له کبله لږ تر لږه ۶ انسانان وژل سوي دي. په وژل سوو کي ۴ پوليس هم شامل دي. د چارواکو په وينا په ټوليزه توګه د اېلازيګ په ايالتي مرکز او په ختيځ ولايت فان کي ۲۰۰ انسانان ژوبل سوي دي. دواړي چاودنې د پوليسو د قومندانيو مخي ته سوي دي. ترکي چارواکو د دغو بمي بريدونو پړه د کوردي کارګر ګوند PKK پر غاړه وراچولې ده.
کونړ ـ د استقلال پر جشن د هوان ګولۍ ولګېدې
د افغانستان د خپلواکۍ د ورځي لمانځلو پر مهال د کونړ ولایت مرکز اسدآباد کې د هوان دوې مرمۍ لګېدو له امله دوه کسان وژل سوي او ۴۲ نور ټپیان دي. د کونړ د مرکزي روغتون رئیس ډاکټر فاروق سهاک دویچه ویله ته وویل، چې روغتون ته ۴۲ ټپيان او د وژل سویو دوه جسدونه ور وړل سوي دي. نوموړي د درو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ وښوده او زیاته یې کړه چې ټپیان او وژل سوي ټول ملکي کسان دي.
د بخښني نړيوال سازمان: د سوريې په زندانونو کي شکنجه زياته ده
د بخښني نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل په خپل يو راپور کي ليکلي چي په سوريه کي د جګړې د پېل راهيسي په دولتي زندانونو کي تقريبا ۱۸۰۰۰ انسانان وژل سوي دي. ياد سازمان په برلين کي وويل چي دغه انسانان د ۲۰۱۱ کال راهيسي د شکنجو او په زندانونو کي د بدچلن او خرابو حالاتو په نتيجه کي وژل سوي دي. ياد سازمان خپل راپور د ۶۵ داسو انسانانو د معلوماتو پر اساس جوړ کړی دی، چي له شکنجو څخه ژوندي پاته سوي دي.
ترکي وزير له آلمان څخه د ګيولن غورځنګ د امامانو د حواله کولو غوښتنه وکړه
د اروپايي اتحاديې له پاره د ترکيې ځانګړي وزير عمر چېليک له آلمان څخه غوښتي دي چي هغه ملا امامان ترکيې ته حواله کړي، چي د ګيولن غورځنګ غړي دي. چېليک و «ويرټشافټسؤخه» نومي آلمانۍ مجلې ته ويلي دي چي په آلمان کي داسي امامان سته چي د ګيولن د غورځنګ سره اړيکي لري. نوموړي وزير له آلمان څخه دا غوښتنه هم کړې ده چي ټول هغه سازمانونه چي د ګيولن د غورځنګ سره تړاو لري، هغه دي منع کړي.
سويلي سوډان ـ د حزب اختلاف مشر ماچار هيواد پرېښود
د سويلي سوډان پخواني مرستيال ولسمشر او د اپوزيسيون مشر ريک ماچار له دغه هيواد څخه وتلی دی. د نوموړي د ګوند يو وياند ويلي دي چي ماچار د سيمي يو خوندي هيواد ته انتقال کړل سوی دی. په سويلي سوډان کي په جولای مياشت د تازه جګړو د پېلېدو وروسته ماچار له پلازمېني څخه عقب نشيني کړې وه. سويلي سوډان په ۲۰۰۵ کال تأسيس سو او په ۲۰۱۱ کال يې له سوډان څخه خپلواکي ترلاسه کړه.