د سگریټو پر قُطیو زړه بوږنونکي انځورونه
په ځينو هیوادونو کې له پخوا څخه لا داسي انځورونه چاپ سوي، خو په آلمان کې سگریټ څکونکي له می میاشتي راهيسي د دا ډول بیرونکو انځورونو شاهدان دي. د دې کار هدف د سگریټو زیانونو ته د سگریټ څکونکو پام را اړول دي.
یوزاې لیکل کفایت نه کوي
تر اوسه پورې به په آلمان کې د سگریټو د قطۍ په یوه څنډه کې (تماکو څکول وژونکی ثابتیدلای شي) دې ته ورته یوه جمله لیکل شوې وه. د مې تر ۲۰ وروسته د سگریټو د هرې قطې دوه پر دریمه برخه به داسې انځورونه کښل کیږي، چې ځوان نسل د تمباکو څښلو له پیلولو څخه مخکې د هغې له زیانونو څخه وبیروي. په دې توگه آلمان د اروپایې اتحادیې د ۲۰۱۴ کال مقررې ته عملي بڼه ورکړه.
د یوه کال مهلت
د دې انځور پیغام دا دی چې سگریټ څښل د غاښونو له پاره زهر او قاتل دی. د سگریټو د قطۍ دوه پر دریمه برخه باید دا ډول انځورونه ولري. تر راتلونکي یوه کاله پورې د سگریټو بې انځوره قطې هم په دوکانونو او مغازو کې د پلورل کیدو مهلت لري. خو وروسته له یوه کال څخه به د دغه زړه بوگدونکو انځورونو څخه پرته په آلمان کې د سگریټو قطې موندل ناممکنه وي.
د سگریټ پر اعلانونو هم بندیز
په آلمان کې د یوه نوي قانون له مخې په عمومي ځایونو کې او همدارنگه په هغو سنیماگانو او تیاترونو کې چې تر ۱۸ کلنې د کم عمر درلودونکي ماشومان هم په کې د فلم لیدلو اجازه لري د سگریټو د مشهورتیا اعلانونو او لوحو نصبول منع کړای شي دي. سیاستوال هیله مند دي چې تر دغو اقداماتو وروسته به ځوان نسل سگریټو ته له نږدې کیدو څخه هم ځان وساتي.
پيل استرالیا وکړ
د استرالیا قانون جوړونکي د سگریټ ځښلو په هکله د اقداماتو په برخه کې تر دې هم مخکي دي. په دغه وچه کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د سگریټو په قطیو په انځوریزه بڼه د سگریټ څښلو په نتیجه کې د هغې د ناوړه پايلو په هکله خبردارۍ ورکول کیږي. په فرانسه کې کیدای شي د روان کال په وروستو کې ورته اقدامات ترسره شي.
د سگریټ جوړونکو کمپنیو خفگان
د سگریټو په هر یوه نوې قطعې کې به د هغې د جوړونکي کمپنۍ نوم د قطعې په لاندې برخه کې په کوچني سایز کې لیکل شوی وي. په آلمان کې به د سگړیټو د قطعې دوه په دریمه برخه پر انځورونو پوښل شوې وي او په فرانسې به تر دې هم ډیره برخه. د سگریټو یو شمیر فرانسوي کمپنیو د دغو مقرراتو پر ضد محکمې ته د رجوع کولو اعلان کړی دی.
’سگریت څښل به په تدریج سره کم شي‘
د سگریټ پر ډبلي د انځورونو مخالفت کونکي حلقې بیا وایې چې انځورونه خلک د سگریټ څښلو څخه نه شي منع کولې. خو روان پیژندونکی کرستوف کروئگر وایې چې که د سگړیټو ډبلې ښایسته او زړه راښکونکي انځورونه او پیکنگ ونه لري، نو په تدریج سره به د سگریټ څښونکو شمیر کم شي.