1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

په جنوبي وزيرستان کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزيرستان کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ېې دوه سرتيري وژل شوي دي. پوځ زیاتوي چې په تېرا کې ېې د جلا شپني عملیاتو په ترڅ کې یو وسلوال ياغي وژلی او دوه نور ېې ټپيان کړي او نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4Y9Ht
د آرشیف انځور - په پېښور کې د پاکستان د پوځ سرتيري او پولیس د ېوې چاودنې په سیمه کې
د آرشیف انځور - په پېښور کې د پاکستان د پوځ سرتيري او پولیس د ېوې چاودنې په سیمه کېانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸مه) وويل چې دغه دواړه پېښې د پاکستان شمال غرب کې افغانستان پولې سره په نژدې علاقو کې شوي دي.

د پوځ په اعلاميه کې راغلي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يې د جمعې په شپه ناوخته د خیبر پخښتونخوا ایالت په تيرا سیمه کې عملیات په لاره اچولي ول چې په ترڅ کې ېې یو وسلوال وژل شوی او دوه نور ټپیان او نيول شوي دي.

اعلامیه وايي په یوه بله جلا پېښه کې د پوځ دوه سرتيري د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. پوځ ويلي دغو سرتيرو په جنوبي وزیرستان کې د شپې ګزمه کوله چې د سړک پر غاړه ښخ کړل شوي ماین له چاودنې سره مخ شول.

زیاته شوې چې امنيتي ځواکونو په دغه بمي چاودنه کې د ښکېلو کسانو د موندلو او نيولو په موخه په سيمه کې د لټون عملیات په لاره اچولي دي.

د افغانستان پولې ته نژدې قبايلی سیمې د لسیزو راهيسې د اورپکو د اوسېدو ځای وو. د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴ کې اړ شو چې د اورپکو له وجوده د دغو سيمو د پاکولو په موخه پراخ پوځي عملیات په لاره واچوي. پاکستان وروسته له څو کلونو اعلان وکړ چې دغه سیمې يې د سيمیزو او بهرنیو اورپکو له شتونه پاکې کړي، خو لا هم هلته ناامني موجوده ده او ورڅخه پر امنیتي ځواکونو د خونړيو بریدونو رپوټونه ورکول کيږي.