د سي آی اې پر يوه پخواني غړي چين ته د جاسوسۍ شک
۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سهشنبهد دوشنبې په ورځ د په ډاگه شوي يوه سند په حواله د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي داخلي استخباراتي ادارې »سي آی اې« يو پخوانی افسر تېره اوونۍ په هونولولو کې د پټو عملیاتو په ترڅ کې چين ته د جاسوسۍ په شک نيول شوی دی.
پر دغه ۶۷ کلن سړي چې له ۱۹۸۲م څخه تر ۱۹۸۹م کاله پورې یې له سي آی اې سره کار کاوه، د يوه خارجي هېواد له پاره د ملي دفاع په اړه د معلوماتو د راټولو د توطیې شک دی او که جرم یې ثابت شي نو د عمري بند سزا سره به مخامخ شي. نوموړی د سه شنبې په ورځ (د اگست ۱۸ نیټه) په لومړي ځل په محکمه کې حاضر شو.
د امريکا د پوليسو د فدرالي ادارې »اف بي آی« يوه سوگندنامه نوموړی تورنوی چې د ۲۰۰۱م کال په مارچ میاشت کې یې په هانگ کانگ کې د چين استخباراتي افسرانو ته د دريو ورځو په موده کې حکومتي معلومات ورکړي دي. دغه کس له ۲۰۰۴م کال څخه د ايف بي ای سره هم دنده ترسره کړې ده. د ايف بي آی د سند په حواله په دغه رازونو کې چې نوموړي یې په بدل کې احتمالاً ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي، د سي آی اې د اطلاعاتو د خوندي کولو لارې چارې او د جاسوسۍ د تخنيکونو په اړه معلومات شامل دي.
ترمپ د چین پر ضد بندیزونه وضع کړل
څارنوالانو ويلي دي چې دغه کس له اف بي آی سره د کار پر وخت هم د چين له پاره جاسوسۍ ته دوام ورکړی او د میزايلو او وسلو سيسټم د تکنالوژۍ اړوندو اسنادو د کاپي کولو تور ورباندې لگول شوی دی.
دا لومړی پېښه نه ده
تیره اوونۍ له يوه امريکايي افسر سره د ليدنې پر وخت چې ځان یې د چين د استخباراتي ادارې د کارکوونکي په توگه ښوولی وو، دغه کس ويلي چې غوښتل یې خپل »ټاټوبی« بريالی وويني او دا چې د کرونا تر بحران وروسته له چين سره لا زياته مرسته کول غواړي.
مرستيال څارنوال جان ديمرز په يوه اعلاميه کې ويلي: »چين ته د جاسوسۍ سابقه اوږده ده او متاسفانه د استخباراتي ادارې تر پخوانيو افسرانو غځيدلې ده چې له خپلو همکارانو، خپل وطن او د هغه د ديموکراتيکو ارزښتونو سره یې د يوه معلق العنانه کمونيستي رژیم سره د مرستې په موخه خيانت کړی دی.«
په نومبر مياشت کې د سي آی اې يو پخوانی کارکوونکی چين ته د جاسوسۍ له وجې په ۱۹ کالو بند محکوم شوی وو. دا په يوه کال کې دريمه ورته قضيه وه.
bs/nz (dpa, AP)
زموږ له آرشيف څخه: