د سي آی اې د شکنجو راپور خپریږي
۱۳۹۳ آذر ۱۸, سهشنبه
خبري رسنيو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د ډسمبر ۹) خبر ورکړی دی چي کېدای سي د امريکا د سنا له خوا د «سي آی اې» د شکنجو په اړه رپوټ خپور سي.
ويل کيږي چي د سي آی اې د هغو تهديدونو په اړه به عامو خلکو ته معلومات ورکړل سي، چي د تروم پرضد په تور له نيول سوو کسانو سره سوي دي.
د سي آی اې په دغو کړو وړو کي داسي تهديدونه هم شمال دي چي ډېر بحثونه به راپورته کړي. له هغو څخه يو د جنسي تيري تهديد دی.
امريکايي چارواکي داسي انگېري چي د دغه هيواد د سنا له خوا د دغه رپوټ د جزئياتو په خپرولو سره، کيدای سي د نړۍ په بېلو بېلو برخو کي له تاوتريخوالي ډک غبرگونونه را وپاريږي. دې گواښ ته په کتو سره د سپيني ماڼۍ او استخباراتو چارواکو پتېيلې ده چي د نړۍ په ځينو برخو کي د امريکا د ديپلوماتیکو مرکزونو امنيتي ټینگ کړي.
هغو سرچينو چي د دغه راپور جزئياتو ته ئې لاس رسی موندلی، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چي د سنا د اطلاعاتو کمېټې د ديموکراتانو اکثره غړو چي دغه راپور ئې برابر کړی دئ، په ډېرو برخو کي ئې جنسي گواښ او برقي ډنډو ته اشاره کړې ده.
د سپيني ماڼۍ وياند جاش ارنست، د دغه راپور په اړه رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «داسي نخښي نښانې سته چي کېدای سي د دغه راپور د جزئياتو په خپرولو سره تهديدونه ډېر سي، او امريکايي تاسيسات او کارکوونکي له خطر سره مخامخ کړي.»
پراخو غبرگونونو ته د امریکايي پوځ تياری
د امريکا د دفاع وزارت خپلو قوماندانانو ته لارښوونه کړې ده، چي تر دغه هيواد دباندي د امریکايي ځواکونو د ټولو قرارگاوو امنيت نور هم ټينگ کړي.
د امریکا د سنا مجلس د اطلاعاتو کمېټې د ديموکراتانو د گوند غړو پتېيلې ده چي دغه راپور د دوی د جمهوري غوښتونکو مخالفانو او د امريکا د اطلاعاتي سازمان له خوا له مطرح سوو نيوکو سره يو ځای د خپلي کمېټې په ويب سايت کي د سه شنبې په ورځ خپرو کړي.
په دغه راپور چي جوړول ئې کلونو وخت ونيو، د ترهگرۍ په تور د نيول سوو کسانو نېټې او د سي آی اې د پوښتنو گروېږنو حالت تصوروي. د دغه شان پوښتنو گروېږنو امر په امريکا کي د سپتمبر د ۱۱ تر پيښي وروستي د هغه وخت جمهور رئيس جرج بوش ورکړی وو.
بوش بيا وروسته د خپلي کاري دورې تر پای ته رسېدو دمخه د دغو فعاليتونو ستره برخه وځنډوله. اوباما هم د خپلي دوهمي دورې په سر کي د دغو فعاليتونو (د پوښتنو گروېږنو وحشتناک ميتودونه) بند اعلان کړل.