د سویډن ملکې د ځوانو مهاجرو له پاره نوی پروگرام پیل کړ
۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبهملکې ددغي جزیرې د «واپن زال» په نامه سالون کي له ۱۴ کلنۍ څخه تر ۱۶ کلنۍ پوري هغو لسو نوو ځوانانو سره وکتل، چي د نورو ترڅنگ یې د سوریې او افغانستان څخه پناه راوړې وه. له دوی سره به د «گيشویستر سکول» د مکتب څخه لس نور د عین سن درلودونکي ځوانان یوکال افتخاري عملي کومکونه وکړي او د مینتور مؤسسې له خوا به تمویل سي.
په جرمني کي د مینتور مؤسسې د څانگي اداري آمرې زېلبیا پیریڅ وویل چي ددغي پروژې هدف بې له موانعو څخه د ۱۳ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنیو پوري ځوانانو ممکنه مدغمیدل دي. د نورو ترڅنگ به له دغه سن ځوانانو سره د الماني ژبي په زده کړو، د مکتب درسونو او یا سپورټي کلبونو کي د شاملیدو په لار کي کومکونه وسي.
د جرمني په هایدل بیرگ کي زیږیدلې د سویډن ملکه، چي په عین حال کي د مینتور مؤسسې رئیسه هم ده، د آلمان خبري آژانس ته وویل چي د ادغام موضوع په سویډن کي همدا ډول مهمه ده، لکه په جرمني کي. تر ټولو بیا دا ډیره مهمه ده، چي د هغو کوچنیانو او نابالغه کسانو پالنه وسي، چي بې له والدینو څخه یوازي راغلي دي.
ملکې د صدراعظمي انګيلا ميرکل د هغی مشهوري جملې په باب،چي «موږ پر بریالي کیدلای سو» وویل: سړئ باید کلکه اراده ولري او بیا نو «پر برلاسي کيدلای سي».
زموږ له ارشيف څخه: