1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د سوډیم زيات مصرف او د پوتاشیم کمښت د عقل د زوال خطر زياتوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

یوه نوې څېړنه وړاندیز کوي چې د سوډیم زيات مصرف د عقل له زوال سره تړلی دی، په داسې حال کې چې د پوتاشیم بډایه خواړه ادراکي فعالیت ښه کوي.

https://p.dw.com/p/4NST6
Senioren-Paar auf einer Bank auf einem Deich
انځور: picture-alliance/imageBroker/M. Dietrich

د Healthline طبي مجلې د راپور له مخې؛ سوډیم او پوتاشیم هغه منرالونه دي چې د انسان بدن په ټاکلو کچو کې ورته اړتیا لري. په هر حال، د سوډیم مصرف کمول او د پوتاشیم زیاتول کولی شي د دماغ روغتیا په ښه کولو کې مرسته وکړي. دا وروستۍ څیړنه په ګلوبل ټرانزیشن کې خپره شوې ده.

سوډیم او پوتاشیم حیاتي منرالونه دي چې په حجرو کې د بریښنايي جریان لیږد له پاره د چارج شويو ذراتو په توګه عمل کوي.

دا بریښنايي جریان د اعصابو محرک، د عضلاتو انقباض، او د بدن اوبلن انډول له پاره اړین دی. د دې منرالونو په کمښت سره په بدن کې د انرژي نشتوالي، ستړیا، د عضلاتو درد او د وینې گډو وډ فشار لامل کیدای شي.

نعناع
انځور: picture-alliance/Panther Media/M. Zaborina

د اوسنۍ څېړني له پاره، څیړونکو لیدلي چې څنګه غذايي پوتاشیم او سوډیم په چین کې د زړو او لوړ عمر لرونکو ترمنځ پر ادراکي فعالیت اغیزه کوي. د ۴۰۰۰ څخه ډیر ګډون کوونکي چې عمرونه یې ۵۰ او ترينه په لوړ عمر کې ول، دوي په دغه څيړنه او ارزونه کې ښکیل ول.

دمانس يا د عقل زوال په نړۍ کې د زړو خلکو د مړینې او معلولیت یو له اصلي لاملونو څخه دی.

په ټولیزه توگه، په پيکنگ کې د سنګوا پوهنتون څیړونکو وموندله چې د پوتاشیم لوړ مقدار د ادراکي فعالیت له مثبت اغیز سره تړاو لري. خو د سوډیم ډیر مصرف د ادراکي فعالیت منفي اغیزو سره يې اړيکه درلوده او له کبله يې حافظه کمزوري کيږي.

خواړه او روغتيا

د څېړنې ټیم وموندله چې د سوډیم ډير مصرف يعني په ورځ کي له  «۵۵۳۹،۲ ملی ګرامه څخه ډير مصرف يې» په لویانو کې د حافظې کمزورتیا خطر زیاتوي. په مقابل کې، د پوتاشیم لوړه کچه په ورځ کې  «۱۶۵۳،۳ميلي گرام» د ښه ادراکي فعالیت سره يې تړاو درلود.

دا څېړنه موږ ته یادونه کوي چې خواړه کولی شي د روغتیا پر ډېرو برخو اغېز وکړي او هم د پيژندنې يا پر ادراکي فعالیت مثبت اغيز لري.

آيا اوميگا ۳ کپسول په رښتيا هم د زړه د ناروغيو مخه نيسي؟

د پوتاشیم مصرف زياتوالې د خوړو تغذیه شوي مینځپانګې چک کولو له پاره شعوري هڅې ته اړتیا لري. په ورته وخت کې، موږ باید هیر نه کړو چې پروسس شوي کاربوهایډریټ د بدن پوټاشیم ویجاړوي، نو دا مهمه ده چې د مصرف شوي خوړو کیفیت ته پام وکړئ.

کوم خواړه باید په خالي معده ونه خوړل سي؟

په پوتاشیم کې بډایه خوراکي سرچینې دا دي، لکه: کیلې، اوکادو، وچې میوې، سبزیجات او کچالو.

دمانس د یادولو، فکر کولو او تصمیم نیولو وړتیا ته، تر هغه حده زیان رسوي چې ورځني فعالیتونه اغیزمن کوي. دا حالت په ټوله نړۍ کې د زړو خلکو د مړینې او معلولیت یو له مخکښو لاملونو څخه دی.