1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې بین الافغاني خبرو پر وړاندې تازه خنډونه څه دي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۵, شنبه

افغان حکومت وايي د طالبانو د تاوتریخوالي دوام سولې ته د دې ډلې په ژمنتیا شکونه ډیر کړي، خو طالبان بیا حکومت تورنوي چې د دې بهیر د سبوتاژ په هڅه کې دی، بلخوا د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر غړې فوزیه کوفي برید هم شوی دی.

https://p.dw.com/p/3h0zI
Afghanistan Loya Jirga in Kabul
انځور: DW/G. Adeli

په افغانستان کې د سولې بین الافغاني خبرو رانیږدېدو سره همهاله بیلابیلو ولایتونو کې جګړو او بریدونو هم زور اخېستی.

د دغو بریدونو په لړ کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر غړې فوزیه کوفي برید شوی چې په ترڅ کې یې نوموړې برسیرنه ټپي شوې.

ولسمشر غنې او پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د سولې بهیر پر وړاندې دسیسه بللې ده.

د شاوخوا ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د مشورتي لویې جرګې له پریکړې وروسته تمه کېده چې یواځې څو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پيل شي.

خو د لويې جرګې له پریکړو د څه کم یوې اونۍ په تېرېدو سره هم د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو بهیر کې ډېر پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

حکومتي سرچینو ان دا هم ویلي چې د دغو زندانیانو په ډله کې د ځینو په خوشې کولو د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونه نېوکې لري. حکومت د دې ۴۰۰ زندانیانو له ډلې تیره ورځ یواځې ۸۰ کسان خوشې کړل.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو د ډلې د خطرناکو غړو له ازادولو وروسته له طالبانو سره هیڅ پلمه نه ده پاتې:

Afghanistan Taliban-Kämpfer kurz vor der Freilassung
...د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو په بهیر کې ډېر پرمختګ نه ترسترګو کیږيانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

«اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دا ډله چې زموږ د ملت د هیڅ برخې استازیتوب نه کوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني.»

هاخوا طالبان وايي د سولې بین الافغاني خبرو ته چمتوالی لري، خو تر هغې وړاندې باید د زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ بشپړه شي.

د دې ډلې  په یوه اعلامیه کې د حکومت هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودل شوی چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یې د ځینو جرمونه ډیر درانه بللي دي.

په اعلامیه کې راغلي:

«تیره ورځ د ارګ مشر اشرف غني له امریکايي څیړونکو او رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د اسلامي امارت خوشي کیدونکي بندیان د نړۍ امنیت ګواښي، د مخدره موادو په قاچاق او خدای مکړه په اخلاقي جرمونو باندې محکوم وو. موږ دغه غرضي او مرضي خبرې هم په کلکه غندو او ردوو يې.»

طالبانو په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هغوی په ټکو اسلامي امارت د کابل اداره چې طالبان دغه نوم د افغاستان حکومت ته کاروي، د کوم نظام په صفت نه پيژني، بلکې د امریکايي اشغال د دوام لپاره يې له غربه راوړی یو چتر بولي. د طالبانو همدغو څرګندونو ته هم د ارګ ویاند غبرګون ښودلی. صدیقي لیکي:

Afghanistan Explosionen auf Markt in Helmand
په افغانستان کې د سولې بین الافغاني خبرو رانیږدېدو سره همهاله بیلابیلو ولایتونو کې جګړو او بریدونو هم زور اخېستیانځور: AFP/N. Mohammad

«غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي. اصلي طرف یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي. د طالبانو وروستۍ څرګندونې متاسفانه د پلمو او د سولې پروسه کې د وخت ضایع کولو ادامه ده.»

د سولې بهیر په اړه دغه ډول ضد و نقیضو څرګندونو یو وار بیا دا اندېښنې ډیرې کړي، چې ګواکې د سولې بین الافغاني ناسته بیا هم له خنډ او ځنډ سره مخ ده.

د افغانستان د سولې انستیتیوت مشر خلیل صافي دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې د پریکړو خلاف د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر ځنډنی کوي:

«زما په باور په حکومت کې د شاملو ډلو او هم د حکومت د مخالفو سیاسي ډلو خصوصا د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په اړه د سیاسي اجماع نه شتون د دې لامل ګرځیدلی چې افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو پروسه ځنډولې او یا یې هم په بطي توګه پرمخ وړي.»

ښاغلی صافی زیاتوي چې ښايي حکومت اوس د دغو سیاسي ډلو ترمنځ د نظر یووالي او اجماع په جوړولو بوخت وي.

د نوموړي پر باور که د حکومت په مذاکراتي پلاوي کې دغه سیاسي ډلې نه وي، نو د سولې په بین الافغاني خبرو کې به د حکومت دريځ خورا کمزوری وي.

اسماعیل شاکر – کابل