1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بین الافغاني خبرو د ژر پيل غوښتنه، خو په دریمګړي ټینګار

۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبه

یوشمېر قومي مشران او دیني عالمان د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو د بین الافغاني خبرو د ژر پيلولو غږ وکړ. دا دیني عالمان وايي، ځينې کړۍ په لوی لاس د سولې مخه نیسي. خو دا کړۍ څوک او چیرته دي؟

https://p.dw.com/p/3h2jC
Afghanistan Peace Talks
آرشیف انځورانځور: picture alliance/AP Photo

یو شمېر دیني عالمان، سیاستوال او د مدني ټولنې غړي نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۱۶مه) په کابل کې راټول شوي وو او پر یوه غږ یې د سولې بهیر ملاتړ وکړ.

د هغوی ستره نیوکه دا ده چې اوسمهال د جګړې ښکېلې غاړي په یوه او بله پلمه د سولې بین الافغاني خبرې ځنډوي.

د سولې خبرو کې د دریمګړي او څارونکي بنسټ اړتیا

د عمل ولسي ټولنې په نوم بو بنسټ، د قومي مشرانو، ګوندونو او دیني عالمانو په ګډون دا غونډه رابللې وه. د دې بنسټ مشر ګل اغا حسني دویچه ویله ته وویل، چې په ملي او نړېواله کچه یوشمېر کړۍ د افغان سولې مخالفت کوي. حسني په دې برخه کې لوړو مقاماتو ته هم ګوته نيسي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا کړۍ څوک دي، ښاغلي حسني وویل:

«په ارګ کې ناست ځیني کلیدي کسان سوله نه غواړي، په همدې توګه سپیدار ماڼۍ کې هم یو شمېر شته چې سوله نه غواړي ځکه ګټه یې په جګړه کې ده. دغه راز په قطر کې ناست ځیني طالبان هم سوله نه غواړي.»

په دې غونډه کې یو بل ټینګار دا و چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې باید یو دریم ګړی ځواک هم وي. حسني وویل، په ولسي کچه باید داسې یو ادرس رامنځته شي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو کې هم د دریم ګړي رول ولري او هم یې له نیږدې وڅاري:

«دغه ادرس باید وګوري چې سولې ته څوک خنډ جوړوي. څوک نه غواړي چې دا جګړه ختمه شي، که دا ادرس نه وي سوله هم نه کیږي.»

د ولسي او سیاسي بنسټونو دغو غوښتنو سره همهاله افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د بین الافغاني خبرو د ژر پيل غوښتنه کړې. ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه د افغان مذاکرتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي د برید غندنې ترڅنګ لیکلي:

«زه په ټولو هغو خواوو چې سوله غواړي، غږ کوم چې نه یواځې دا چې د برید غندنه وکړي، بلکه د سولې پروسې ګړندۍ کولو لپاره دې د افغانانو خپل منځي خبرې پيل کړي.»

یو شمېر عام افغانان وايي، په تیرو شلو کلونو کې په لومړي ځل د سولې یو فرصت رامنځته شوی خو وروستیو بریدونو او د سولې پروړاندې راټوکېدلو خنډونو د دې فرصت له منځه تلو اندېښنه ډېره کړې.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالله دویچه ویله ته وویل:

«دا شل کاله کیږي قرباني ورکوو. دا څوک چې بهاني جوړوي د هغوی اولادونه په دې جنګ کې نه مري. کله چې د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو فیصله وشوه اوس نو بیا څه ستونزه ده چې کله یوه او کله بله بهانه کيږي؟ ددې جنګ اصلي قربانیان مونږ يعنې ولس یو، سوله باید په هر قیمت راشي.»

سره له دې چې مشورتي لویې جرګې تېره اونۍ د ټولو ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو پریکړه وکړه او ولسمشر غني هم د هغوی د خوشې کولو حکم لاسلیک کړی، خو تر اوسه له دې ډلې یواځې ۸۰ کسان خوشې شوي.

د زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ ولې درېدلې؟

د ملي پخلاینې شورا وايي، د ځینو هېوادونو د ملاحظو له امله د ۴۰۰ زندانیانو په ډله کې د ځینو خوشې کېدل له ځنډ سره مخ شوي.

فرانسې په رسمي توګه له افغان حکومت غوښتي هغه زندانیان دې نه خوشې کوي چې د دغه هېواد د وګړو په وژنه کې ښکېل دي. تردې وړاندې استرالیا هم ورته اندېښنه ښودلې.

خو د ملي پخلایني شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي چې د زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ به دوام پيدا کړي.

اسماعیل شاکر – کابل