1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د سولي په خاطر باید د روسیې سره تماسونه تقویه سي»

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د پروتستانت کلیسا الاهیاتو پيژندونکي، مارگریت کېسمن د دې پرضد خبره کړې ده، چي د روسیې سره دي نور ارتباطات قطع سي.

https://p.dw.com/p/4LcEl
Landesbischöfin Margot Käßmann beim 97. Deutscher Katholikentag
انځور: Friso Gentsch/dpa/picture-alliance

دغي د جرمني د پروتستانت کلیسا د شورأ پخوانۍ رییسي المانۍ ورځپاڼي (راینشن پوست) ته پرون شنبه ویلي دي،« زه د دې مخالفه یمه، چي د روسیې سره دي اوس ټوله ښاري ، علمي او کلتوري همکاري او ملگرتیا ختکمه سي». په خبره یې «موږ د روسیې سره ارتباطات نباید ختم ، بلکه لا پسي پیاوړي کړو، تر څو په روسیه کي خلگو ته دا جرأت ورکړو او تشویق یې کړو، چي په اوکراین کي د جنگ پرضد ودریږي». 
سربیره پردې هغې په نوي عیسوي کال کي د سیاست څخه د « د سولي د جدي ابتکاراتو» غوښتنه وکړه.  په خبره یې هغه سیاست چي پوتین یې په اوکراین کي پر مخ بیايي، باید پای ته ورسیږي،« زه کومه سیاستمداره نه یمه، زه فقط ددې دپاره دعا کومه، چي زما خبره او غوښتنه واوریدله سي». خو وايي، دا معتقده ده، چي په تکرار سره د لا ډیرو او نوو وسلو غوښتنه شخړه نه حلوي. ددې برعکس باید د روسي مدني ټولني سره جدي گډ کار ترسره سي.