1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د عالي شورا د کار پیل او اوربند ته هیله مندي

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

د سولي د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کار شروع وکړه. هغه وویل د افغانستان حکومت هره لحظه د طالبانو سره خبرو ته تیار دی او د اختر په درو ورځو کي اوربند يې د سولي د خبرو د پیلیدو ښه علامه وبلله.

https://p.dw.com/p/3d1tH
Abdullah Abdullah bei DW Conflict Zone
د افغانستان د سولې د عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله انځور: DW

د افغانستان د جهمورییس اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافاتو تر حلیدو وروسته دواړو خواوو یو سیاسي توافق امضأ کړی دی. ددغه توافق پراساس عبدالله عبدالله د سولي د عالي شورأ ریاست پرغاړه لري او د طالبانو سره د سولی خبري پر مخ وړي. هغه نن شنبه)د مئ میاشتي ۳۰ مه( د یوې جلسې پرمهال د خپل کار د شروع کیدو اعلان وکړ. عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چي ټوله طرفونه د سولي د مذاکراتو شروع کیدو ته جدي دي ، خو د خبرو تر شروع کیدو دمخه اوربند یو مهم ضرورت دی. هغه وویل،»د خبرو شروع کیدو ټوله مصمم دي او د هغه فضأ باید کومک کونکې وي. د خبرو په جریان کي د تشدد کموالی او اوربند باید حتمي واوسیږي.«

عبدالله عبدالله د کوچني اختر په درو ورځو کي اوربند، د بندیانو تبادله او د تشدد کموالی د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کیدو ښه علامه وبلله:» د افغانستان د حکومت ټيم هره لحظه د خبرو شروع کیدو ته اماده دی.« هغه د منطقې د هیوادونو څخه هم د افغانستان د سولی د پروسې په لار کي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سولي عالي شورأ پداسي وخت کي په کار باندي شروع کوي، چي د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند پر ځینو تیت وپرک حملو سربیره ادامه لري. دواړو خواوو د بندیانو تباله چټکه کړې ده. خو پرغیر رسمي اوربند سربیره طالبانو پر امنیتي قواوو باندي خپلو حملو ته ادامه ورکړې او تر کوچني اختر وروسته په پکتیا، پروان او تخار کي ۲۸ امنیتي پرسونل وژل سوي دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه پوري تقریبأ ۲۰۰۰ طالب جنګیالي ازاد کړي دي او په نظر کي دي، چي ډیر ژر به ۱۰۰۰ تنه نور هم ازاد کړي. طالبانو هم تر اوسه پوري حکومت ته منصوب ۳۳۰ بندیان ازاد کړي دي.

د سولې پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: