«د سوريې کډوالو ته بايد ډېره پاملرنه وسي»
۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه
په برلين کي د نژدې ۳۰ غير دولتي سازمانونو چي پکښې د بخښني نړيوال سازمان، اکسفام او د کوچنيانو د ساتني (سيو د چيلدرن) سازمانونه هم شامل دي، ويلي دي چي له کډوالو سره يوازي نقدي مرستي بسنه نه کوي.
دوی ويلي دي چي د سوريې نژدې ۱۸۰۰۰۰ کډوالو ته بايد د ۲۰۱۵م کال تر پايه پوري خوندي پناه ځايونه جوړ سي. خو دغه شمېر يعني ۱۸۰۰۰۰ د کډوالو د شمېر يوازي پنځه سلنه ده.
اوسني وضعيت ته په کتو سره نړيواله ټولنه غواړي چي د سوريې کډوالو په سلو کي دوه سلنه د يوه نامحدود وخت له پاره په يوه دريم هيواد کي مېشته کړي. خو د نړيوالو سازمانونو له نظره د نړيوالي ټولني دغه کار کافي نه دئ.
د يادو سازمانونو په خبره د روان کال تر پايه پوري له سوريې څخه گاونډيو هيوادونو ته به نژدې ۳،۶ ميليونه انسانان کډوال سوي وي. هغو هيوادونو چي کډوالو پناه پکښې غوښتې ده، په سرحدونو کي ئې ټولنيز او بنستيز کارونه پيل کړي دي.
په آلمان کي د کوچنيانو د ساتني سازمان کارکوونکي کاترين ويلاند، ويلي دي، چي د کمزوره او آسيب پذيره کډوالو له پاره وضعيت ډېر خراب دئ. «په دې جمله کي هغه کوچنيان چي نسي کولای په سيمه کي پاته سي، بې له چټکي درملني به مړه سي.»
په آلمان کي د «پناه غوښتونکي پلوي» ادارې د معلوماتو له مخي د دغه هيواد د کډوالو د پروگرام له مخي نژدې ۷۰۰۰ سوريايي کډوال په آلمان کي له خپلو خپلوانو سره يو ځای کړي دي.
آلمان ويلي دي چي له سوريې څخه به نژدې ۲۰۰۰۰ کډوال ومني. د پناه غوښتني پلوي ادارې د معلوماتو له مخي، له سوريې څخه نژدې ۸۰۰۰۰ انسانانو په آلمان کي له خپلو دوستانو سره د يوځای کېدو له پاره غوښتن ليکونه وړاندي کړي ول، چي د قبلېدو چانس يې نه لاره. يادي ادارې د آلمان پر دغه کار باندي نيوکي کړي دي.
په آلمان کي د کډوالو د ادارې عمومي رئيس مانفريد شميت، په خبره، تمه کيږي چي په ۲۰۱۵م کال کي به آلمان ته د پناه غوښتي له پاره شاوخوا ۲۳۰۰۰۰ غوښتنليکونه وړاندي سي.
هغه له «راينيشر پوست» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي دغه شمېره به په ۲۰۱۳م کال کي د کډوالو د پناه غوښتني تر بې ساري شمېرې يو لک لوړه وي.