د سوريې دوو نورو ښارونو ته پوځي ټانکونه ننوتي
۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعهد بلي خوا د ترکيې هيواد پر سوريې ږغ کړی چي د مظاهره کوونکو خلاف د زور زياتي څخه د کار اخيستلو لړۍ په سمدستي توګه ودروي.
تردې وړاندي ترکيه د سوريې دولت ښه ملاتړي ګڼل کيده، خو اوس د انقرې حکومت هم پر ،بشرالاسد، باندي نيوکي کوي.
په سوريه کي پر لاريون کوونکي باندي د زور زياتي څخه وروسته ترکيې ته د کډوالو شمير ورځ په ورځ مخ پر ډيريدو دی.
تيره ورځ د ترکيې په پلازمېنه کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير، محمد داود اوغلو، د خپل هيواد د سفيرانو په غونډه کي هم د سوريې پر حالت غږيدلی وو.
په سوريه کي د بشري حقونو سازمانونه دغه حالت له نږدې څخه څاري، تراوسه پوري د دغه لاريونونو په ترڅ کي شاو خوا 1300 تنه وژل سوي دي.
په عيني وخت کي د سوريي دولتي تلويزون خبر ورکړی چي د سوريې د ولسمشر نږدې خپلوان ،رامي مخلوف، خپل کاروبار راغونډوي، او هغه اوس نيت لري چي خيريه کارونو ته خپله توجه واړوي.
د سوريي د اقتصادي تحولاتو له امله لاريون کوونکي او د دولت مخالفين پر هغه کلکي نيوکي کوي. د اروپا اتحاديې پرهغه لا د وړاندي بنديز لګولی دی.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل