د سوريې جگړې د ختمولو سياسي غوښتنه سته
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۴, سهشنبهد انگلستان لومړي وزیر دیوید کمرون، د دوشنبې په ورځ له ولسمشر اوباما سره تر خبرو اترو وروسته وویل چې هغه د سوریې په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو په اړه «ریښتنې سیاسي غوښتنه» لري.
کمرون ټینگار وکړ، چې هغه د کنفرانس د جوړیدو په اړه له روسیې او امریکا متحده ایالاتو سره همنظره دی.
کامرون وویل: «اوس تر دې بله ډیر مهمه نړیواله دنده نه شته.» کامرون په خپلو خبرو کې د سوریې کورنۍ جگړې ته په اشاره کولو سره وویل: «د سوریې تاریخ د دغه هیواد د خلکو په وینه لیکل کیږي او دغه هر څه زموږ د سترگو پر وړاندې رامنځ ته کیږي.»
کمرون له مسکو څخه د امریکا متحده ایالاتو په لور د سفر پر مهاله په الوتکه کې د امریکا د بهرینو چارو د وزیر دیوید کمرون، وروستۍ هلي ځلي وستایلې. کمرون تر دې مخکې مسکو ته سفر کړی وو او له خپل روسي سیال سره یې په لیدنه کې د سوریې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو له پاره لاره هواره کړه.
کمرون وویل چې اوس د روسیې ولسمشر غواړي په عمومي ډول د کنفرانس د جوړولو په اړه نه، بلکي د دغه کنفرانس د پيلېدو د جزئیاتو په اړه خبري وکړي.
روسیه او لویدیځه ټولنه د سوریې په اړه د نظر اختلاف لري. مسکو ټینگار کوي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد، دې هم په دغو خبرو اترو کې ښکیل وي. دا په داسې حال کې ده چې لویدیځه نړۍ غواړي چې اسد د خبرو اترو له بهیر څخه وايستل شي.
د اسد رژیم مخالفینو د سوریې په اړه د امریکا او روسیې د گډ نړیوال کنفرانس د جوړیدو هرکلی کړی دی، خو لا تر اوسه پوري یې ویلي نه دي چې آیا په دغه کنفرانس کې به گډون وکړي او که نه.
د فشارونو ډیریدل
اوباما هم د دوشنبې په ورځ له کمرون سره په خبري کنفرانس کې وویل چې هغوی غواړي پر اسد باندي خپل فشارونه لا پسې ډیر کړي. هغه وویل: «موږ به د اسد پر رژیم باندي د خپلو فشارونو د ډیرولو په موخه خپلو تلاښونو ته دوام ورکړو.»
په همدې حال کې د انگلستان لومړي وزیر اعلان وکړ چې هیواد یې له سوریې سره خپلې غیر پوځي مرستې دوه برابره لوړوي.