1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سنتکام ویډیو د عمان خلیج په برید کې د ایران رول ثابتوي»

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

د امریکایي پوځ د قوماندې مرکز هغه ویډیو خپره کړې چې د عمان په خليج کې پر دوو بیړیو برید کې د ایران رول ثابتوي. مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ایران پر دوو نفت لیږدونکو بیړیو د برید مسئول بللی وو.

https://p.dw.com/p/3KP5V
Golf von Oman - Schiffexplosion
انځور: ISNA

د عمان په خليج کې د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۳) پر دوو نفت لیږدونکو بیړیو برید د امریکا او ایران ترمنځ د ترينګلتيا د زیاتیدو سبب شوی دی. امریکا د دې برید مسئولیت پر ایران ور اچولی دی، خو ایران بیا د دغو تورونو په ردولو سره ویلي دي چې په سیمه کې له امریکا سره متحد هیوادونه په دې عمل کې لاس لري.

د آلمان خبري آژانس هغه رپوټ چې د جمعې په ورځ (د جون میاشتې ۱۴) له واشنګټن څخه خپور شوی دی د ایران او امریکا ترمنځ د ترينګلتيا د پراخیدو خبر ورکوي.

په دې خبر کې هغه ویډیو ته اشاره شوې ده چې په سیمه کې د امریکا د قوماندې مرکز (سنتکام) له خوا خپرې شوې ده. سنتګام اعلان کړی دی چې دغه چاودنې د مقناطيسي بمونو په وسیله رامنځته شوې دي. همدې مرکز اعلان کړی دی چې یو له دغو ماینونو څخه چې د «کوکوکا» په نفت لیږدونکي بیړۍ کې نصب شوی وو انفجار نه دی کړی.

د امریکا د قوماندې مرکز ویلي دي چې د دغې کښتۍ خدمې د دوی په طرف د سپاه پاسداران د یوې ګړندۍ کوچنۍ کښتۍ تر نږدې کیدو وروسته د هغو د عملیاتو فلم اخیستی دی.

همدغو نظامي منابعو ویلي دي دغه چټکه کښتۍ چې نفت لیږدونکي بیړۍ ته نږدې شوې ده د سپاه پاسداران د کښتۍ له ډول څخه وه. د آلمان خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام لیکلي دي چې په ویډیو کې لیدل کیږي چې په کښتۍ کې سپاره کسان ځان دغه نفت لیږدونکي بیړۍ ته نږدې کوي او هڅه کوي چې یو څه د کښتۍ له سطحې څخه جلا کړي. وروسته تر هغې کوچنۍ کښتۍ له دې بیړۍ څخه واټن نیسي. دې بیړۍ چاپان هیواد ته نفت لیږدول.

بی بنسټه تورونه

ایران دغه تورونه بی بنسټه بللي دي او په دغو چاودنو کې هر ډول لاس درلودل یي رد کړي دي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران سفير مجید تخت روانچي، ویلي دي: «هغه اقتصادي او تروريستي جګړه چې امریکا د ایران د خلکو پر ضد په لاره اچولې ده او همدارنګه په سیمه کې د دې هیواد پراخ حضور د فارس خلیج په حوزه کې د ناامنۍ او بی ثباتۍ اصلي دلیل دی.»

ایران له امریکا او په سیمه کې ورسره له متحدو هیوادونو څخه غوښتي دي چې له «زیان رسونکو توطیو» څخه دې لاس واخلي.

دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ ن.ص