د سنتينل سپوږمکۍ د لارې اخيستل شوي د ځمکې د کُرې انځورونه
د اروپايي ټولنې د ځمکې د څېړنې پروګرام کوپرنيکوس نوميږي. تر ۲۰۲۱ م کاله پورې به ۲۱ سنتينل سپوږمکۍ فضا ته توغول شوې وي. د ځمکې د نړيوالې ورځې په پلمه د درو لومړنيو سنتينل سپوږمکيو له خوا اخيستل شوي ښايسته انځورونه ووينئ.
د فرانسې د سمندر غاړه
په دغه عکس کې د فرانسې د مديترانې د سمندر غاړه ګورئ. د فرانسې په کان ښار کې د کوپرنيګوس پروګرام له پاره د سنتينل سپوږمکيو مهم توکي جوړيږي. د ايربوس شرکت هم ځينې پرزې په اختيار کې ورکوي.
تر اوسه څه شوي دي؟
د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې درې سنتينل سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې. د دريمې سنتينل سپوږمکۍ له خوا اخيستل شوی دغه انځور د نيل سيند او د نژدې ختيځ يوه برخه ښېي. د سنتينل په نوم سپوږمکۍ هغه انرژي اندازه کوي چې د ځمکې د سطحې څخه پورته کيږي.
اصلي رنګونه
دغه ډېر دقيق انځور د سعودي عربستان د ساحل په اوږدو کې په سره سمندر کې د مرجانو غونډۍ ښېي. د سنتينل سپوږمکيو د انځورونو کيفيت د پخوانو سپوږمکيو په پرتله ډېر ښه دی. په دغو انځورونو کې ونې، بوټي، سيندونه، لښتي او ساحلونه په دقيق ډول څېړل کېدلی شي.
رنګ کړل شوي انځورونه
دغه عکس وروسته رنګ کړل شوی دی چې په سودان کې د خرطوم سويلي برخه ښېي. په ښي پاسني اړخ کې د نيل سيند يوه څنډه ليدل کيږي. سره ټکي د سيند په اوږدو کې بوټي ښېي. رنګ وروسته ورکړل شوی دی څو له عکسونو څخه سم تعبير واخيستل وشي.
ګواښل شوی بندر
په دغه عکس کې د لويديځې افريقا سيرا لېون هېواد ليدل کيږي. پلازمېنه فريټاون يې د انځور په لاندنۍ برخه کې په نيمه ټاپو کې قرار لري. اقتصادي چارې يې د ژورو اوبو په طبيعي بندر پورې تر ډېره تړلې دي. د اروپا د فضايي ادارې څېړونکي وايي چې ګرد چاپېره جوړ شوي ښارګوټي اوس بندر ګواښي ځکه چې د ښارګوټو د جوړولو له پاره ځنګلونه وهل شوي دي.
د يوما ښار څلورکونجه جوړښتونه
د سنتينل سپوږمکيو ډېر شمېر عکسونه هنري ارزښت لري. په دغه انځور کې د امريکا متحده آيالاتو په اريزونا آيالت کې پروت د يوما ښار ليدل کيږي. دغه ښار د مکسيکو له پولې سره څېرمه پروت دی.
د آرال سمندرګی په ورکېدو دی
دا د آرال په نوم سمندرګی دی چې د درو سنتينل سپوږمکيو له عکسونو څخه يو ځای شوی دی. د اروپا فضايي اداره وايي چې د آرال سمندرګی «د دې له پاره اصلي ثبوت دی چې بشر څه ډول اغېزې پر چاپېريال او طبيعي سرچينو باندې لري.» د ۱۹۶۰ کال راهيسې يې د ډېر استعمال د وجې ۹۰ سلنه اوبه له لاسه ورکړې دي.
د برلين بشپړ انځور
دغه انځور د آلمان پلازمېنه برلين ښېي. سړی ليدلی شي چې دغه ښار څومره زرغون دی چې په لويديځ کې يې د تېګل او وان به نوم ډنډونه قرار لري. د انځور په لاندنۍ منځنۍ برخه کې پخوانی هوايي ډګر ليدل کيږي. که نور د سپوږمکۍ له خوا اخيستل شوي انځورونه ليدل غواړئ، نو لاندې ويبپاڼې ته مراجعه وکړئ: www.esa.int/spaceimages/Images