د سرکس لوبغاړو، ماشومانو ته خندا ډالۍ کړه
۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبهد سرکس لوبې د ډبر کلنو کسانو له پاره له حیرانیتا ډکې او نا آشنا وې خو ماشومانو بیا د دغو لوبغاړو په لیدو په خوشحالۍ سره منډې وهلې، خندا یې کولې او له یو بل سره د دغو نندارو په اړه غږیدل.
تیمور چې اته کاله عمر لري او ژاولې پلوري د لومړي ځل له پاره ولیدل چې د هغه په عمر یو هلک پر هغه بایسکل باندې سپور دی چې یوازې یو ټایر لري او کولای شي چې په ډیرې آسانۍ یې په پیاده رو کې وچلوي. د سرکس دغه ننداره د دې لامل شوه چې تیمور تر یوه ساعت وروسته خپل کار هیر کړ او د سرکس د لوبغاړو تر شا یې په منډو پیل وکړ.
دغه ماشوم د پارک زرنګار چار چاپیره د سرکس د لوبغاړو تر شا منډې وهي تر څو دغه لوبې له نزدې وویني. هغه وایي: «دوی په لرګیو لوبې کوي او ټوپونه وهي. زما دا لوبې ډیرې خوښیږي. زه هم غواړم چې یوه ورځ د سرکس لوبغاړی شم.»
یو شمیر نجونې چې سیمه ییزې جامې یې پر تن دي، د پارک زرنګار چار چاپیره ګرځي او د بېلابېلو نندارو په وړاندې کولو سره لارویان حیرانوي.
نهه کلنه مریم چې له تیرو دوو کلونو راهیسې د سرکس تمرینونه کوي وایي چې سرکس یو ښه سپورت دي. هغه وایي: «موږ د جمناستیک او جاګلینګ لوبې کوو او ترانې وایو. ماشومانو ته زما پیغام دا دی چې هم درس ووایي او هم لوبې وکړي.»
هغه نندارې چې د سرکس دغه لوبغاړي یې وړاندې کوي د عامو خلکو له پاره نا آشنا دي. ډیر شمیر افغانان دغه لوبې د لومړي ځل له پاره له نزدې ویني.
د سرکس فیستیوال
د افغان ماشومان تعلیمي سرکس هر کال د سرکس فیستیوال جوړوي. د سرکس لوبغاړي ماشومان د افغانستان له اوو ولایتونو څخه پلازمینې کابل ته راغلي دي ترڅو د سرکس په نندارو کې چې په پارکونو او تفریحي ځایونو کې تر سره کیږي، ګډون وکړي.
دغه فیستیوال د یوې اوونۍ له پاره دوام کوي چې په کې د ګډون له پاره د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه ۱۵۰ تنه ماشومان کابل ته راغلي دي.
د افغانستان د تعلیمي سرکس یو تن مسوول حمید روهان، وايي: «موږ غواړو چې د سرکس هنرونه خپلو خلکو ته وښیو ترڅو هغوی وپوهیږي چې ماشومان څرنګه کولای شي، خپل هنرونه وړاندې کړي او څنګه د خلکو په شونډو مسکا خپره کړي.»
ښاغلي روهان ټینګار کوي چې دغو ماشومانو تر ډیرو هڅو وروسته د سرکس دغه حرکات زده کړي دي: «موږ غواړو چې خلک ماشومان تشویق کړي، دا و نه وایي چې سرکس مداریتوب دی بلکې یو تعلیمي او تربیوي ورزش، یو ښه ورزش دی.»
د دغه سرکس اصلي موخه د افغان ماشومانو له پاره د مثبتو سرګرمیو رامنځ ته کول دي. د سرکس مسوولین وايي چې د هغو محرومو ماشومانو له پاره چې په خیمو، روزنتونونو او د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي، هم د هنرونو د زده کړو زمینه برابروي.
د سرکس لوبې د ډیری افغانانو له پاره په زړه پورې دي. یو شمیر خلکو دغه لوبې یوازې په فلمونو او تلویزونونو کې لیدلې دي. خو د افغان ماشومانو د تعلیمي سرکس مسوولین وایي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې یې له دوو میلیونو څخه زیاتو ماشومانو ته دغه لوبې نندارې ته وړاندې کړې دي.