د سربستان په کوم کمپ کي کوم شمېر افغان مهاجر شته؟
د سربيا هيواد په شلو مهاجر ميشته سيمو کې تر ټولو زيات افغانان ميشت دي. عراقي او پاکستاني مهاجرو په دوهم او دريم ځای کې دي. ډیر جزئيات په دې انځوريز رپوټ کې چې د (يو.ان.اچ.سي.آر) د تازه ارقامو له مخې جوړ شوی، ليدلی شئ!
د کمپ نوم: ADAŠEVCI TC
د دغه کمپ د مهاجرو شمير د ۳۴۶ او ۴۵۰ ترمنځ. په دوي کې افغانان ۵۳ سلنه، عراقيان ۱۷ سلنه، سوريايان ۱ سلنه، پاکستانيان ۱۳ سلنه او پاتې ۱۶ سلنه نور يې د نورو مختلفو هيوادونه اوسیدونکي دي. په دغو افرادو کې ۵۴ سلنه يې نارينه، ۱۷ سلنه يې ښځينه او ۳۸ سلنه یې ماشومان دي.
د کمپ نوم: BANJA KOVILJAČA AC
د مهاجرو شمير د ۱۰۱ او ۱۲۰ ترمنځ. افغانان ۱۲ سلنه، عراقيان ۵۰ سلنه، سوريايان ۳ سلنه، پاکستانيان ۱ سلنه، او پاتې ۳۵ سلنه نور د مختلفو هيوادونو اوسیدونکی دي. په دغو افرادو کې ۳۴ سلنه يې نارينه، ۲۷ سلنه يې ښځېنه او ۴۰ سلنه برخه يې ماشومان دي.
BOGOVAĐA AC
د مهاجرو شمير د ۱۷۱ او ۲۰۰ ترمنځ. افغانان ۳۵ سلنه، عراقيان ۱۴سلنه، سوريه ۶ سلنه، پاکستان ۸ سلنه او پاتې ۳۷ سلنه نور د مختلفو هيوادونو مهاجر دي. په دوي ۴۴ سلنه یې نارينه ۲۳ سلنه يې ښځينه او ۳۲ سلنه يې ماشومان دي.
BOSILEGRAD RC
د مهاجرو شمير د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ. افغانان ۵۲ سلنه او پاتې ۴۸ سلنه نور د مختلفو هيوادونو مهاجر دي. په دوې کې ۲۶ سلنه نارينه، ۳۰ سلنه ښځينه او ۴۴ سلنه يې ماشومان دي.
BUJANOVAC RC
د مهاجرو شمير: د ۱۸۵ او ۲۲۰ ترمنځ. افغانان ۱۱ سلنه، عراقيان ۴۹ سلنه، سوريه ۵ سلنه، پاکستان ۳ سلنه او پاتې ۳۱ سلنه نور د مختلفو هيوادونو مهاجر دي. نارينه ۳۴، ښځينه ۲۵ او ماشومان ۴۱ سلنه.
DIMITROVGRAD RC
د مهاجرو شمير: د ۵۶ او ۹۰ ترمنځ. ۶۸ سلنه افغانان، ۲۳سلنه عراقيان، سوريايان ۰، ۴ سلنه پاکستانيان او پاتې ۵ سلنه نور د مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دوې کې ۲۵سلنه یې نارينه، ۲۱ سلنه ښځې او ۵۴ سلنه برخه ماشومان تشکيلوي.
DIVLJANA RC
د مهاجرو شمير: ۱۰۶ تر ۲۸۰ تر منځ. ۶۷ سلنه افغانان، ۲۶سلنه عراقيان، سوريايان ۳ سلنه، پاکستانيان ۱ سلنه او پاتې ۳ سلنه نور د مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دوې کې ۲۷ سلنه یې نارينه، ۲۳ سلنه ښځې او ۵۰ سلنه برخه ماشومان تشکيلوي.
KIKINDA TC
د مهاجرو شمير: د ۱۴۵ او ۲۴۰ ترمنځ. ۶۴ سلنه افغانان، ۹ سلنه عراقيان، سوريايان او پاکستانيان یوه یوه سلنه او پاتې ۲۵ سلنه نور د مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دوې کې ۳۶ سلنه برخه یې نارينه، ۱۵ سلنه ښځېنه او ۴۹ سلنه برخه يې ماشومان تشکيلوي.
KRNJAČA AC
د مهاجرو شمير: د ۷۷۲ او ۱۰۰۰ ترمنځ. افغانان ۶۷ سلنه، عراقي مهاجر ۱۵ سلنه، سوريه صفر، پاکستان ۸ سلنه او ۱۰ سلنه نور مختلف هيوادونه. په دغو افرادو کې ۲۸ سلنه نارينه ۱۶ سلنه ښځېنه او ۵۶ سلنه نور ماشومان تشکيلوي. انځور د آرشیف څخه.
OBRENOVAC TC
د مهاجرو شمير: د ۶۹۰ او ۹۰۰ ترمنځ. ۳۲ سلنه افغانان، ۱ سلنه عراقيان، سوريايان ۰، ۴۹ سلنه پاکستانيان او پاتې ۱۸ سلنه نور يې د مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دوې کې ۹۶ سلنه برخه یې نارينه، پاتې ۴ سلنه يې ښځې او ماشومان دي.
PIROT RC
د مهاجرو شمير: د ۱۵۳ او ۲۵۰ ترمنځ. افغانان ۷۸ سلنه، عراقيان ۱۶ سلنه، سوريايي مهاجر ۱ سلنه، پاکستاني مهاجر ۵ سلنه او د نورو هيوادونو ۰ سلنه. په دغو افرادو کې ۳۳ سلنه نارينه ۱۸ سلنه ښځينه او ۴۸ سلنه يې ماشومان تشکيلوي.
PREŠEVO RC
په پريزيوو آر سي کې د مهاجرو شمير: د ۲۹۰ او ۱۰۰۰ترمنځ. ۴۷ سلنه يې افغانان، ۲ سلنه يې عراقيان، ۰ سلنه یې سوريايان، ۲۸ سلنه يې پاکستاني مهاجر او ۲۲ سلنه او د نورو يې د مختلفو هيوادونو څخه دي. دوې کې ۷۱٪ نارينه، ۱۰ ٪ ښځينه او ۱۹ ٪ يې ماشومان تشکيلوي.
PRINCIPOVAC TC
د مهاجرو شمير: د ۱۷۷ او ۲۵۰ ترمنځ. په دوې کې ۵۱ سلنه افغانان، ۱ سلنه عراقيان، ۱ سلنه سوريايان، ۱۴ سلنه پاکستاني مهاجر او پاتې ۳۳ سلنه نور يې د نورو مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. دغو افرادو کې ۴۹ سلنه يې نارينه، ۱۸ سلنه ښځينه او ۳۳ سلنه يې ماشومان تشکيلوي.
SJENICA (BERLIN) AC
د مهاجرو شمير: د ۱۲۳ او ۱۵۰ ترمنځ. په دوې کې ۲۰ سلنه افغانان، ۲ سلنه عراقيان، ۰ سلنه سوريايان، ۶۸ سلنه پاکستاني مهاجر او پاتې ۱۰ سلنه نور يې د نورو مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دغو افرادو کې ۹۸ سلنه یې نارينه دي يوازې ۲ سلنه يې ښځې او ماشومان تشکيلوي.
SJENICA (VESNA) AC
د مهاجرو شمير: د ۱۱۳ او ۲۵۰ ترمنځ. په دوې کې ۸۸ سلنه افغانان، ۲ سلنه عراقيان، ۰ سلنه سوريايان، ۱ سلنه پاکستاني مهاجر او پاتې ۹ سلنه نور يې د نورو مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. دغو افرادو کې ۲۵سلنه نارينه، ۱۹ سلنه ښځينه او ۵۶ سلنه ماشومان تشکيلوي.
SOMBOR TC
د سربيا په سومبورت نومې سیمه کې ۱۳۲ او ۱۲۰ تر منځ مهاجر میشت دي. له دوي څخه ۳۸ سلنه افغانان، ۱۵ سلنه عراقيان، ۴ سلنه سوريايان، ۴۱ سلنه يې پاکستانيان او يوازې ۲ سلنه يې د نورو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دوې کې ۴۳ سلنه نارينه ۱۱ سلنه ښځې او ۴۶ سلنه يې ماشومان دي.
SUBOTICA TC
د سربيا په سوبوتيکا سیمه کې د ۱۰۵ او ۱۳۰ تر منځ مهاجر میشت دي. له دوي څخه ۶۵سلنه افغانان، ۱۵ سلنه عراقيان، ۱۰ سلنه سوريايان، ۳ سلنه يې پاکستانيان او ۷ سلنه يې د نورو مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. په دوې کې ۲۷ سلنه نارينه ۱۷ سلنه ښځې او ۵۶ سلنه يې ماشومان دي.
TUTIN AC
د سربيا په توتينا نومې سیمه کې د ۷۹ او ۸۰ کسانو تر منځ مهاجر میشت دي. په دوي کې ۱۶ سلنه افغانان، ۲۴ سلنه عراقيان، ۳۲ سلنه يې پاکستانيان او ۲۸ سلنه نور يې د نورو مختلفو هيوادونو اوسيدونکي دي. دغو افرادو څخه ۵۸ سلنه يې نارينه ۲۰ سلنه ښځې او ۲۲ سلنه يې ماشومان تشکيلوي.
VRANJE RC
د مهاجرو شمير: ۲۰۵ او ۲۲۲ تر منځ. له دوې څخه ۵۱ سلنه يې افغانان، ۹ سلنه عراقيان، ۲ سلنه سوريايان، ۵ سلنه پاکستانيان او پاتې ۳۳ سلنه نور يې د نورو مختلفو هيوادونو اوسیدونکي دي. دلته تر ټولو زيات یعنې ۳۹ سلنه برخه ماشومان دي او پاتې ۲۵ سلنه يې ښځې او ۳۶ سلنه يې نارينه تشکيلوي. انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه.