د سخروف سږني جايزه کيوبايي ناراضي تر لاسه کړه
۱۳۸۹ مهر ۲۹, پنجشنبهاعلان
د نوموړي جايزي د اداري رييس،Jerzy Buzek له Farinas څخه د هغه يو انسان په توګه ستاينه وکړه چي چمتو دی خپله روغتيا او خپل ژوند په خطر کي واچوي ترڅو په خپل پلارني هيواد کيوبا کي سوليز بدلون رامنځ ته کړي.
48 کلن Farinas روح پيژوندکي په زندان کي شپی او ورحي تيروي . نوموړی د کيوبا د رژيم د 52 انتقاد کونکو بنديانو د خوشي کولو لپاره په تيرو لسيزو کي څه د پاسه 20 ځلي د ډوډي نه خوړولو په اعتصاب لاس پوري کړی دی.
هغه ته د دسمبر په 15 د سخروف جايزه ورکوله کيږي چي 50 زره ايرو ارزښت لري.
د Farinas د ژوند په هکله نور معلومات د راټوليدو په حال کي دي چي څو شيبي وروسته به په همدي پاڼه کي ولولي.
د آلمان غږ راډيو/ قاسم نوري
کتونکي: عبدالباري حکيم