1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سختي ګرمۍ له امله په آلمان کي د استراحت د وخت غوښتنه

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

په آلمان کي د گرمۍ سختي څپې ته په کتو سره اوس د دغه هيواد طبي چارواکي د تنظيم سوو کاري ساعتونو په اړه فکر کولو ته مجبور سوي دي. د هغوي له پاره ښايي په سويلي اروپا کي تر غرمې وروسته د استراحت ميتود يوه بيلگه وي.

https://p.dw.com/p/4UBcM
Deutschland | Siesta
انځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance

په جرمني کي د دولت له خوا ګومارل سوي ډاکټران د ګرمۍ سختو څپو ته په کتو سره غواړي د سيستا په نامه د سويلي اروپا په تيره بيا د هسپانيا مثال تطبيق کړي. د عامي روغتيا ادارې د ډاکټرانو د ټولني مشر، يوهانيس نيسن، يوې آلمانۍ ورځپاڼي ته وويل: »موږ بايد د گرمۍ په وخت کي د اروپا د جنوبي هيوادونو کاري ميتودونه تعقيب کړو: سهار وختي له خوبه پاڅيږو، اصلي او گټور کارونه د سهار له خوا وکړو او تر غرمې وروسته استراحت وکړو. دا داسي يوه مسوده ده چي د دوبي په مياشتو کي ورڅخه استفاده کولای سو.»

Deutschland | Johannes Nießen
د عامي روغتيا ادارې د ډاکټرانو د ټولني مشر، يوهانيس نيسنانځور: Marius Becker/dpa/picture alliance

نيسن زياتوي:«په سخته گرمۍ کي خلک د معمول په شان فعاليت نه سي کولای. د شپې له خوا د ډيري گرمۍ په نتيجه کي لږ خوب کول د فکري تمرکز د اختلالاتو سبب کيږي.» د طبي چارواکو په خبره ، له همدې کبله بايد اصلي کارونه د سهار له خوا ترسره سي. سربيره پر دې بايد په دفترونو کي کافي بادپکې وي او نازک کالي واغوستل سي، که څه هم چي په دفترونو کي د هغو اغوستلو ته په اصل کي اجازه نه ورکول کيږي.

له جل وهلو څنګه ځان وساتو؟

بله مهمه خبره دا هم ده چي  ډيري اوبه وڅښل سي او په وقفه يي ډول کمه ډوډۍ وخوړل سي. په کور کي د کار کولو پر وخت کولاي سي په تشت کي اوبه واچوي او تر ميز لاندي خپلي پښې پکښي کښيږدي. 

د ډاکټرانو ټولنه د کارفرمايانو له پاته راتلو څخه انديښمنه ده

په عين حال کي د جرمني د کارگري اتحاديې د مديريت د هيئت غړې، انيا پيل له کارفرمايانو څخه غوښتنه کوي چي د دوبي په مياشتو کي په منظم ډول د تودوخې خطر وارزوي، ترڅو د لوړې تودوخي په ترڅ کي کاري خونديتوب رامنځته سي. 

انيا پيل، نوموړې ورځپاڼي ته وويل: «کارفرمايان بايد خپل کارکوونکي له سختي گرمۍ وساتي. ډيره گرمي هغوی ځوروي او حتي د هغوی صحت له گواښ سره مخامخ کوي.» د خطر ارزونه د مناسب محافظت اساس دی.

Deutschland | Anja Piel
د جرمني د کارگري اتحاديې د مديريت د هيئت غړې، انيا پيل انځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

د پيل په خبره دا کار لا اوس هم په ادارو کي کوم ستندرد نه دی. په دې ډول هغه د کارفرمايانو له پاته راتلو څخه خبره کوي چي د اقليم بدلون او سخت دوبي ته په کتو سره په هيڅ ډول هغه د منلو وړ نه دي. پيل له همدې کبله غوښتنه کوي چي د دفترونو هغه اطاقونه چي پکښي د حرارت درجه تر ۳۵ پورته وي، تر هغه وخته تړلي پاته وي، ترڅو چي ايرکندشن نه وي پکښي نصب سوي. 

GP/NZ/DW.Online