د ستورو باران
ستوري پیژندونکي له په ستورو ډک آسمان کې د یوه ځلیدونکي نندارۍ په لټه کې دي. په دې ورځو کې په زرونو ګړندي ستوري پر آسمان د توپک د مرمیو په شان د حرکت په حال کې لیدل کیږي.
د فیریدونکو ستورو ډک آسمان
د کال په دې شپو ورځو کې ورځې په پرله پسې ډول لنډي او شپې اږدیږي چې سړی کولای شي د ډیر وخت له پاره د فیریدونکو ستورو ننداره وکړي. د دسمبر میاشتې تر ۱۶ نیټې پورې په دغه ژمني آسمان کې دا ډول ډېر ستوري ليدل کیږي.
په رڼو سترګو لیدل
چیرې چې وریځو خپل سیوری نه وي خپور کړی هلته دغه ستوري په آسانۍ او رڼو سترګو لیدل کیدای شي، حتی زموږ په لویو او روښانه ښارونو کې هم. خو د دې ستورو د بهتره نندارې له پاره هغه تیاره ځایونه چې له مصنوعي رڼا څخه لیري وي ډير مناسب دي.
څه آرزو لرې
موږ تا ته د بریالیتوب آرزو کوو! دا په دې معنی چې که یو څوک لوېدونکی ستوری وويني، سترګي دې پټې کړي او له ځان سره دې د یوه څه آرزو یا غوښتنه وکړي. هغه څه یې چې غوښتي دي بل چاته دې نه وایې، که نه نو ارزو یې بيا نه پوره کیږي.
د نيزک يا ستورو د باران ننداره
په آسمان کي د محرکو ځلانده اجسامو دغه باران ته د هغه فلکي شکل نوم ورکول سوی چي پکښي دوی رامنځ ته کيږي. دغه فلکي شکل د «غبرګولي» دی. دغه باران په هومره کثرت رامنځ ته کيږي لکه په دوبي کي چي د برساوشي شهابي باران رامنځ ته کيږي. برساوشي د فلکي اجسامو هغه باران دی چي هرکال د اګست مياشت په منځ کي د ستورو مينه وال او په همدې شان د ستورو کارپوهان زيات مصروف ساتي.
د برساوشي فلکي اجسامو د باران منبع
برساوش يا پېرسويس د فلکي اجسامو هغه باران دی چي خپل نوم يې د پيرسويس ستورو له شکل څخه اخيستی دی. د فلکي اجسامو دغه باران هر کال د اګست مياشتي په نيمايي کي پر آسمان ننداره کيدلای سي. دغه باران د ۱۰۹ پي سويفټ ټټل په نوم لوی فلکي جسم له منحل سوو اجزاؤ څخه جوړ سوی دی. ياد فلکي جسم خپله دغه دوړه پر آسمان پرې ايښې چي له ځمکي څخه د هرکال د اګست په ۱۲مه ليدل کيدلای سي.
د «ستورو باران»
کله چي د فلکي دوړي يوه برخه د مځکي اتومسفېر ته داخله سي نو اجزا يې په ساعت کي۶۰ کلومتره سرعت لري. دغه اجزا تر۳۰۰۰ سېلسيوس درجې پوري ګرمه سي او په رڼا ورکولو پېل وکړي. داسي معلوميږي لکه پر مځکه چي د ستورو باران وي ولي چي د دغه اجزاؤ شمېر زيات وي.