1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د زابل ميزاني ولسوالي د چا په لاس کي ده؟

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

د زابل چارواکي وايي چي د ميزاني ولسوالۍ مقر يې په يوه بله سيمه کي نوي ودانۍ ته انتقال کړی، خو وسله والو طالبانو ويلي دي د ولسوالۍ مرکز دوی نيولی دی.

https://p.dw.com/p/3MwyK
Afghanistan Parlamentswahlen Zabul
انځور: DW/E. Mahdawi

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د دوشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چي تیره ورځ يې د میزاني ولسوالۍ اداري کارمندان او دفتر او امنیه قومنداني د نظامي شورا د پریکړي پر بنسټ نوي جوړ سوی تعمیر ته انتقال کړي او زاړه تعمیرونه يې خپله تخریب کړي دي، ترڅو دښمن ورڅخه ګټه وانه خلي.

سيال د دې کار دليل خلکو ته د اسانتيا وو برابرول ښوولي دي. هغه وويل چي نظامي شورا پريکړه وکړه چي د ولسوالۍ مقر بايد خلکو ته نژدې وې، ځکه يې نو انتقال کړ: «اوس خلک کولای سي چي په اسانۍ دلته راسي او خپل کارونه خلاص کړي.»

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په لیږل سوې خبرپاڼه کي لیکلي دي، چي د یادي ولسوالۍ مرکز يې نیولی او زیاتو افغان سرتیرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د والي وياند وويل چي وسله وال طالبان چي د ولسوالۍ په انتقال خبر سوي غوښتل يې د انتقال پر مهال پر پوليسو بريد وکړي خو هوايي برید پر سوی ۲۰ وسله وال وژل سوي دي. هغه وويل چي تیره شپه هم په هوايي برید کي ۶ وسله وال وژل سوي او تر ۱۵ ټپیان دي.

د زابل د ولایتی شورا یوتن غړي حاجي ګراني رسنیو ته ویلي دي چي د دې ولسوالۍ اکثره سیمي له تیر یوه کال راهیسي د جګړو له امله له ولسي خلکو تشي سوي.

د ګراني په خبره، د میزاني ولسوالۍ اکثره اوسیدونکي کلات ښار او ځیني نورو برخو ته کډه سوي دي.

سیدمحمد، چي د میزاني ولسوالۍ اوسیدونکی له کلات ښاره يې دویچه ویله ته وویل، هره شپه به جګړې وې او دوی په کور کي بند پاته ول، ځکه نو اړ سول چي کلات ښار ته کډه سي:«هیڅ ګذاره نه کیده، باور وکړئ! ټوله شپه او ورځ به په کور کي بند وو، لکه بندیان. بالاخره اړ سوو چي پر کډه لرګي کښېږدو او کلات ته راکډه سوو.»

میزانه د کندهار له شاه ولیکوټ ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده او اکثره وخت ترې د ناامنیو رپوټونه ورکول کيږي.

محمد ابراهيم سپېڅلی