د روژې میاشتې په مناسبت د اوربند غوښتنه وشوه
۱۳۹۲ تیر ۱۸, سهشنبهد افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والو ډلو څخه غوښتي دي چې د روژې د سپڅلې میاشتي په مناسبت جګړه ودروي. د دغې شورا غړی اسماعیل قاسم یار، وايي چې دغه میاشت د افغان حکومت او د هغه د وسله والو مخالفینو له پاره د سولې د خبرو یو ښه چانس دی. هغه زیاتوي: «موږ دا هیله لرو چې لږ تر لږه د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وسله والې ډلې له جګړې او وژنو لاس واخلي.»
دا یوازې د سولې شورا نه ده چې له وسله والو مخالفینو څخه یې دغه غوښتنه کړې ده. پر هغوی سربیره افغان ولسمشر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یو شمیر نورو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو هم د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي چې د روژې په میاشت کې خپل بریدونه ودروي.
د کابل ښار یوه اوسیدونکي هم له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ هیله لرو چې په دې میاشت کې سوله او ثبات ټینګ شي او نور ځانمرګي بریدونه او وینه تویدنه و نه وینو.»
په همدې حال کې یو شمیر دیني عالمان هم په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو دواړو اړخونو څخه غواړي چې پر یو بل باندې بریدونه و نه. دیني عالم او د شرعي علومو ډاکټر مولوي امیر محمد، په دې اړه وایي: «الله دې میاشتې ته خپله میاشت ویلي دي نو هغه څه چې الله له موږ څخه په دغه میاشت کې غوښتي دي هغه باید وکړو او ټول هغه کارونه وکړو چې الله پرې خوشهالیږي.»
امیر محمد پر دې خبره ټینګار کوي چې په روژه کې باید سوله، ورورولي او امن ټینګ شي او خلک باید یوازي د الله تعالی عبادت او د صدقې او خیرات ورکولو ته ملا وتړي نه دا چې د بي ګناه خلکو وینه تویه شي.