1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتیا وزیر: په آلمان کې د کرونا ویروس اوس د مدیریت وړ دی

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان، ویلي دي چي د وضع شویو محدودیتونو په پایله کې اوس په دې هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل د «مدیریت وړ» دي. هغه ویلي چې روغتونونه به هم په تدریجي ډول خپل عادي کار ته ور وګرځي.

https://p.dw.com/p/3b3oT
Gießen Gesundheitsminister Jens Spahn im Krankenhaus
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Rumpenhorst

د جرمني د مسیحي دموکرات له ګوند څخه د روغتیایی چارو وزیر ینس شپان، د جمعې په ورځ وویل چې په مارچ میاشت کي وضع شوي ټولنیز محدودیتونه «بریالي» وو. په دغو محدودیتونو کې پر لویو غونډو بندیز، د ښوونځیو، رستورانتونو او پلورنځایونو تړل شامل وو. شپان وویل: «په ویروس د اخته کیدو پیښې د پام وړ لویدلې دي.»

دغه آلماني چارواکي زیاته کړه چي د اپریل میاشتې له پیل راهیسې ډیر کسان له دې ویروس څخه د جوړیدو په حال کې دي. د آلمان د حکومت د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې رابرت کوخ انیستیتوت مشر لوتر ویلر، هم ویلي دي چې اوس ډیرې «ښې منځ مهاله» پایلې ترلاسه شوې دي.

اوس په آلمان کي په کرونا ویروس اخته هر کس، له یوه څخه کم انسان په دې ویروس اخته کوي. په دې معنی چي د کرونا لس ناروغان یوازې اوه نوي کسان په دې ویروس اخته کوي چي له دې سره د نویو مثبتو پیښوشمیر هم کم شوی دی.

د کرونا ویروس له کنترول سره روغتونونه پر نورو ناروغانو تمرکز کوي

د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان، د « آی. ار. ډي» تلویزیون په سهارنۍ خپرونه کي وویل: « دا خبره مهمه ده چې موږ د مې میاشتې له پیل څخه، د کووید-۱۹ ناروغانو له پاره ۲۵ تر ۳۰ سلنه پورې، په تنفسي دستګاوو مجهز خالي عاجل بسترونه ولرو او په عین حال کې کار منظم عادي حالت ته راوګرځو.» د هغه په خبره اوس باید یو نوی تعادل رامنځته سي.

که څه هم آلمان تر اوسه د کرونا ویروس د مخنوي په برخه کې د خپلو تدابیرو له امله د روغیتایی بحرانونو څخه ښه راوتلی دی خو ینس شپان وویل چې دغه هیواد باید نور هم دغه بحران ته آماده وي او په عین وخت کې باید د دې غم هم وخورو چې کارونه عادي نظم ته بیرته راوګرځي: »د دې له پاره چي په آلمان کي په کافي اندازه عاجل بسترونه او تنفسي دستګاوي د ناروغانو په خدمت کې وي، د مارچ په میاشت کې دا پریکړه وسوه چې نور ټول پلان سوي عملیاتونه او درملنې دې وځنډول سي.»