1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ډبلیو اچ او: نوښتگر فعالیتونه پر صحت مثبته اغیزه کوي

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې نوښتگر یا هنري فعالیتونه لکه نڅا او سندرې ویل  د ژوندانه په ټول بهیر کې د انسانانو پر روح او بدن باندې مثبته اغیزه لري.

https://p.dw.com/p/3Sq2C
Symbolbild Hochbegabung
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

د روغتیا نړیوال سازمان، په هغه رپوټ کې چې د دوشنبه په ورځ یې د فنلند په پلازمینه هلسنکي کې خپورکړ ویلي چې نوښتگر او هنري فعالیتونه لکه نڅا او سندرې ویل، کیداې سي د انسانانو پر روح او بدن باندې د ټول ژوند په بهیر کی مثبته اغیزه ولري. په دغه رپوټ کې څه د پاسه ۹۰۰ مجلې او چاپي رسنۍ ارزول سوي چې په تیره بیا د هنري فعالیتونو د صحي اغیزو په هکله یې لیکنې کړي دي. د دغو ارزونو پر بڼسټ، د لاسي کارونو فعالیتونه او د موسیقۍ اوریدل کیداې سي طبي درملنه لا بشپړه او اغیزمنه کړي.   

د دغه رپوټ د لیکوالانو په خبره، په اوس وخت کې ډیری هیوادونه په پام کی لري چې ناروغانو ته د هنري او ساعتتیري فعالیتونو سپارښتنه وکړي. د مثال په ډول ویل سوي چې هر وخت میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته مخکې له خوبه یو کتاب ولولي، نو کوچنیان ډیر خوب  او په مکتب کی هم پر درسونو باندی، لا ښه تمرکز کولای سي.

د سندرو ویل فکري تمرکز او ذهني مهارتونو ته وده ورکوي. له همدې کبله د نوموړي رپوټ پر اساس موسیقي کولای سي په دیمینڅ یا د حافظې په کمزورتیا باندې اخته ناروغانو له درملنی سره مرسته وکړي.

د دې رپوټ لیکوالانو همدارنگه ویلي چې د دغه ډول مصروفیتونو جانبي عوارض ډیر کم دي. علاوه پر دې دغه ډول کړنې کیدای سي ډیر مصرف هم ونه لري. له همدې کبله هنري فعالیتونه کولای سي د روغتیایي پالنو پر وخت بشپړونکی نقش ولوبوي. د مثال په ډول د سختو ناروغیو لکه شکر په درملنه کې.

د روغتیا د نړیوال سازمان ددغه رپوټ اصلي ټکي هم پر پنځو برخو راگرځي چی پکښې نمایشی هنرونه لکه موسیقي، نڅا، سندری ویل، تیاتر، فلم، لاسي کارونه، ډیزاین، نقاشي او عکاسي او همدارنگه ادبي او کلتوري هنرونه لکه له موزیمونو او کنسرتونوڅخه لیدنه او آنلاینی هنرونه لکه انیمیشن او دیجیتالي هنرونه شامل دي.

G.P/B.S/dpa