1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتيا نړيوال سازمان: د ملاريا درمل کارول دي بند سي

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

د روغتيا نړیوال سازمان مشر ویلي دي چي د ملاریا ضد درمل د په کرونا اخته کسانو د مړیني سطحه نوره هم لوړوي. دا هم پداسي حال کي ده چي د امریکا جمهوررئيس بيا د هغه د استعمال توصیه کړې او هره ورځ یې خوړل.

https://p.dw.com/p/3clKd
Coronavirus - Hydroxychloroquin
انځور: picture-alliance/dpa/Zuma/Quad-City Times/K. E. Schmidt

له کرونا سره د مقابلې په لار کي د ملاریا ضد درمل خوړلو تجربې چي په عین وخت کي په څو هیوادونو کي تر سره کیدلې، د تعلیق په حالت کي راغلې. د روغتيا نړيوال سازمان دغه تصمیم د هغو تحقیقاتو د نتایجو تر خپریدو وروسته اعلان سو چي ویلي یې وه، د ملاریا ضد درمل په کرونا د اخته کسانو د مړیني سطحه نوره هم لوړوي.

د امريکا په بوستون کي د هاروارد پوهنتون د روغتون تحقیقاتي ټیم او د سویس د زوریخ پوهنتون ساینسپوهانو د خپلو هغو تحقیقاتو پر بنأ چي سرته یې رسولي او د( The Lancet) په علمي مجله کي یې نشر کړي وه، وايي، چي د هيدروکسىي کلوروکین او کلوروکين په نامه درمل نه يوازي د کرونا مریضانو ته هيڅ ګټه نه رسوي، بلکي د هغوی د مړينې خطر هم لوړوي او په عين حال کې د مریض د زړه د حرکاتو د بې نظمۍ سبب هم کيږي.

دوی د مریضانو پر څلورو ګروپو باندي څيړني وکړې او ورته په لاندي ډول د دوواو یو ترکیب ورکړل سوی ؤ:

اول ګروپ ته هيدروکسىي کلوروکین، دوهم ته کلوروکين، دريم ته د دواړو دواوو ترکيب او ورسره انتي بيوتيک او څلورم ګروپ ته د دغو دواوو څخه هيڅ يو هم نه دی ورکړل سوی.

د کرونا پر مریضانو د دغو دواو تر تطبیق وروسته د هغوی د مړينې فیصدي په لاندي ډول راووتله:

په اول ګروپ کي د مړينې سطحه ۱۸ فیصده، په دوهم کي ۱۶،۴ فیصده، په دريم کي ۲۳،۸ فیصده او په څلورم کي چي له دغو درملو څخه یې یو هم نه وو استعمال کړې، ۹ فیصده وه.

په بل عبارت پر هغو کسانو چي په کرونا اخته وه، د ملاریا درملو استعمال د هغوی د مړیني سطحه ۴۵ فیصده لوړه کړه.

خو د روغتيا نړيوال سازمان رئیس، تدروس ادهانوم بیا هم ټینګار کړی دی چي د ملاریا ضد دوو درملو، لکه هيدروکسىي کلوروکین او کلورکین استعمال د ملاریا د مریضانو له پاره مؤثري دي او د هغوی د بدن له معافیتي سیسټم سره کومک کوي. خو د نورو انواعو د استعمال څخه خبردرای ورکوي.

له بلي خوا که څه هم د هيدروکسىي کلوروکین او کلوروکین دواوي له کلونو راهیسي استعمالیږي، خو په خاص ډول کلوروکین یې ډیر جانبي عوارض لري او په هیڅ ډول یې په کرونا د اخته کسانو له پاره توصیه نه کیږي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د امریکا جمهوورئیس دونالد ترمپ څو ورځي دمخه ويلي ول، چي هره ورځ د ملاریا ضد درمل خوري او ډاکترانو ورته د هغه توصیه کړې ده. د همدې می میاشتي پر ۲۴ یې بیا بیرته وویل، چي د يادو درملو خوړل یې بند کړي دي.