1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسیې په ښوونځیو کی د وطن پالني درسونه

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د روسیې په مکتبونو کي پر اوکراین باندې له مداخلې څخه ملاتړ کیږي او په درسي ساعتونو کي د حکومت ایدیالوژي تدریس کیږي. هغه ښوونکي او زده کوونکي چي ددې کار مخالفت کوي، تر سخت فشار لاندي راوستل کیږي.

https://p.dw.com/p/4JVOK
Russland Schüler Patriotismus Präsident Putin
انځور: Gavriil Grigorov/POOL/dpa/picture alliance

د روسیې په مکتبونو کي د په اصطلاح «مهموموضوعگانو په اړه خبري» تر عنوان لاندي له دوو میاشتو راهیسي یوه نوې تدریسي اونۍ پیل کیږي. همدارنگه د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه د روسیې د بیرغ پورته کول هم حتمي دي. د خبرو اترو موضوع د معارف له وزیر له خوا ټاکل کیږي. ډیری وخت د رسمي رخصتیو په ورځو، د مثال په ډول د مور ورځ، د پلار ورځ او یا هم د زاړه نسل په ورځ. خو د ښوونکي په ورځ د مثال په ډول د مکتب زده کوونکو ته ویل کیږي چي ولي د روسي ځواکونو له خوا د اوکراین د قلمرو اشغال یو »تاریخي حق« دی، دلته خبره په اصطلاح «د روسیې پر پخوانیو سیمو» ده.  

زده کوونکو ته تل د اوکراین په هکله څرگندوني کیږي. یو هلک چی مستعار نوم یې مارک دی، په سنت پیترزبورگ کي مکتب ته ځي. هغه وایي د ترهگرۍ په هکله موضوع په اړه ښوونکي او د مکتب مدیر وویل چي اوکراین بریدونه ترسره کوي. مارک زیاتوي: »موږ باید په اصل کي د درس پر وخت دا زده کړو چي د یوه ترهگري برید پر وخت باید څه وکړو. د کالیننگراد څخه د لیسې یو زده کوونکی وایي، د اکتوبر په پای کي د یوه مکتب مدیر د وطن پالني د مضمون پر وخت وویل: «روسیه په دوامداره توگه د یو چا له خوا تر برید لاندي ده او ټول غواړي چی دغه هیواد له منځه یوسي.»

په درس کی تر نه ګډون وروسته تحقیقات

هغه والدین چي خپل اولادونه نه پریږدي په دا ډول تدریس کی برخه واخلي، له ستونزو سره مخامخ کیږي. د ځوانانو دفتر ته راپور او په یوه دولتي اداره کي اجباري رواني مشورې. د لس کلني وارجا شولیکر کورنۍ له همدا ډول یوه حالت سره مخامخ سوه، دا ځکه چي هغې د په اصطلاح «مهمي موضوع په هکله خبرو اترو» کي له گډون څخه ډډه کړې وه.

Russland Bildung l  Elena Zholiker hat sich gegen Patriotismus im Unterricht
د لس کلني زده کوونکې مور ، ایلینا شولیکر په ښوونځیو کی د وطن پالني له تدریس سره د مخالفت له امله تر تعقیب لاندي دهانځور: privat

د هغې مور ایلینا شولیکر وایي چی له همدې کبله یوه کمیسیون زما د لور ددغه ډول چلند په هکله سلامشوره وکړه. د مکتب د ادارې یوه استازي، یوه روانشناس او یوه بل سړي چی ښایی د داخلي استخباراتو له ادارې څخه وو، هغې ته وویل چي هغوی له دې امله اندیښمن دي چي وارجا  په دغو خبرو اترو کي گډون ونکړ. سربیره پر دې هغوی په واټس اپ کې په اصطلاح د سانت جاولين ميم چې يو روحاني پکې د اوکراين د رنګونو شنه او ژيړ مخې ته ليدل کیږي.

په مکتب او د پولیسو په اداره کی ترتحقیقاتو وروسته پلټونکي د هغې کور هم تلاشي کړ. هغوی په خپل رپوټ کي په مکتب کي «شکمنو رنګونو« ته اشاره کړې او په دوام یې لیکل سوي: «د ایلینا شولیکر پر لپ تاپ دا ثابته سوه چي د افراطینو هغه کانالونه کتل سوي چي نوموړې یې په هکله هیڅ نه سي ویلای. د کور په دننه کي شنه او ژیړ رنگونه موجود ول. د ایلینا په خبره د هغې د رنگونو دغه ترکیب خوښیږي.»

پلټونکي بلاخره دې نتیجې ته ورسیدل چي ایلینا په اصطلاح «خپل سیاسي نظر د هغې لور ته وړاندي کوي او په ټولنیزو شبکو کي پر خپرونو باندي د مور په حیث کنترول نلري.» پلټونکو دغي مور او لور ته د رواني مشورې امر کوي.

Russland Personenkult Wladimir Putin T-Shirts
په مسکو کي ځوانی نجوني د پوتین له تي شرت سرهانځور: picture-alliance/dpa/J. Nukari

د ښوونکو له پاره سخته پریکړه

د وطن پالني په هکله تدریس نه یوازي والدین، بلکی ښوونکي هم له یوې سختي پریکړي سره مخامخ کړي. د روسي د ښوونکو د اتحاد مشر، دانیل کین وایی: »په داسي حال کی پخوا به په ټولنیزو رسنیو کي د څرگندونو او مظاهرو کي د گډون له امله د ښوونکو د تعقیب ډیري لږ پیښې رامنځته کیدې، اوس په ښکاره ډول بڼسټیزي سوي دي. د پروپاگند تدریس اوس په سیستماتیک ډول تنظیمږي او خلک دې ته مجبوریږي چي باید پریکړه وکړي چي په هغه کي برخه اخلي او که نه. کین په خپله په سپتمبر کي د چارواکو له خوا د «خارجي جاسوس» په توگه درجه بندي سوی وو.

د ښوونکو دغه اتحاد د محکمې په مخکي له ښوونکې تاتیانا چیروینکو څخه ملاتړ وکړ. هغې له دې ډډه کوله چي د «مهمو موضوعاتو په هکله خبري اتري» عملي کړي او له همدې کبله یې د دوشت په نامه تلویزیوني چینل کي یوه مرکه کړې وه چی په اوس وخت کی د لیتوني څخه خپلي خپرونی لري او د روسي لیدونکو له پاره ځانگړي سوي دي. که څه هم تاتیانا په مکتب کی خپل تدریس ته ادامه ورکوي خو د کین په خبره هغه ښایی له دندي گوښه کړای سي.

GP/BS/DW.Online