1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پر خامو تېلو د اروپايي اتحادیې بندیز عملي شوی

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

له روسیې سره د اوکراین پر ضد د پوځي يرغل پر سر په شخړه کې د اروپايي ټولنې له خوا نوي بندیزونه له نننۍ دوشنبې څخه نافذ شوي دي. ټاکل شوې وه چې د روسیې د خامو تیلو پر صادراتو بندیز ولګول شي، چې د کښتۍ په واسطه لیږدول کیږي.

https://p.dw.com/p/4KTo9
.
انځور: Hans-Peter Marschall/imageBROKER/picture alliance

دا کار د اروپايي اتحادیې شاوخوا دوه پر دریمه برخه د روسیې د تیلو پر پخوانیو وارداتو اغیزه کوي. د پایپ لاینونو له لارې د وارداتو لپاره لاهم استثنا شتون لري، ځکه چې د اروپايي اتحادیې ځینې هیوادونه په دوی باندې خورا تکیه کوي.

همدارنګه له دوشنبې راهيسې او »تر دې وروسته ډېر ژر« به یو لړ مقررات پلي شي چې هدف یې د روسیې دې ته اړ کول دي، چې په نورو هیوادونو کې پیرودونکو ته يو بيرل تېل (۱۵۹ ليتره) په ۶۰ ډالر وپلوري.

روسیه نه غواړي چې د اروپايي اتحادیې او د جي ۷  صنعتي هیوادونو له خوا د تېلو د بيې ټاکل شوی حد ومني او ګواښ یې کړی چې د مخنیوي اقدامات به یې وکړي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک وویل چې «دا ډول مداخلې» یوازې د بازار د بې ثباتۍ او د انرژي سرچینو د کمښت لامل ګرځي. دوی په داسي میکانیزم کار کوي، چې په هره کچه د »بيې د حد د ټاکلو مخه ونیسي.« خو نوواک نور جزیات ورنه کړل.

ملګري ملتونه د نورو داخلي بې ځایه شویو وړاندوينه کوي

په اوکراین کې د روانې جګړې له امله، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو ان ايچ سي آر) اټکل کوي چې ډير شمیر خلک د دي پرځای چې اروپایی اتحادیې هیوادونو ته وتښتي، په هیواد کې دننه به بي ځايه شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي له شپيگل مجلي سره په یوه مرکه کې وویل: «تر ټولو احتمالي سناریو په اوکراین کې د نورو بې ځایه کېدو ده.» هغه زیاته کړه: «زه هیله لرم چې د مهاجرو بل لوی حرکت نه وي.» د يو ان ايچ سي آر مشر په ورته وخت کې وویل: «خو جگړه د وړاندويني وړ نه ده.«