1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روسیې صدراعظم په کرونا ویروس اخته سوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د روسیې صدراعظم میخاییل میشوستین، د کرونا په ویروس اخته سوی دی. هغه ویلي دي چي په قرنطین کي به د کابینې له نورو غړو سره په تماس کي پاتې سي.

https://p.dw.com/p/3beO1
Michail Mischustin
انځور: picture-alliance/dpa/M. Blinov

د روسیې صدراعظم میخاییل میشوستین، د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هغو ویدیویي خبرو اترو په ترڅ کي چي د روسیې په تلویزیون کي خپریدې وویل چي د کرونا ویروس آزموینه یې مثبته ده.

میشوستین له دې کبله چي د کابینې نور غړي په کرونا اخته نه کړي، ځان قرنطین کړی دی.

میشوستین وړاندیز کړی دی چي د هغه د قرنطین پر وخت به د صدراعظم مرستیال اندرای بیلوسوف، د حکومت چاري پرمخ وړي. نوموړي ټینګار کړی چی د قرنطین پر مهال به د حکومت د ټولو اصلي موضوعګانو په اړه له کابینې سره په تماس کي وي.

پوتین میشوستین ته د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه کړې ده. هغه د ویدیویي خبرو اترو په ترڅ کي وویل: «هغه څه چي تاته پیښ سوي، ښایي هر چا ته پیښ سي.» 

په روسیه کي د کرونا په نوي ویروس باندي د اخته او له امله یې مړه سوو کسانو شمیر د مارچ په میاشت کي لوړ سوی وو. لکه څنګه چي د روسیې حکومت د پنجشنبه په ورځ په مسکو کي اعلان وکړ په دې ترڅ کي څه د پاسه ۱۰۷۰ تنه د کووید-۱۹ د سږو ناروغۍ له امله مړه سوي دي او د اخته کسانو ثبت سوې شمیرې څه د پاسه ۱۰۰ زرو ته رسیدلي دي. تر ټولو زیات د مسکو او سنت پیترزبورګ ښارونه له دغي وبا اغیزمن سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: