1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/49Y5L

پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د نړۍ سترو قدرتونو لکه امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او استرالیا له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو بندیزونه وضع کړل خو د اروپايي ټولنې هیوادونه لا هم د روسیې د نفتو پر بندیز سره ویشلي دي. د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هیوادونه تر اوسه پورې په دې نه دي توانیدلي چې د روسیې د نفتو پر ضد ګډ دریځ غوره کړي او آلمان بیا ویلي دي چې په دې هکله تلوار ښایي اقتصادي رکود رامنځ ته کړي. هنګري او یو شمیر نورو هیوادونو بیا د روسیې پر نفتو له بندیز سره مخالت کړی دی.

آلمان غواړي د روان کال تر پایه پورې د روسیې د نفتو وارداتو ته د پای ټکی کیږدي او د پولنډي چارواکو په خبره دوی هم پر همدغه راز مهالویش کار کوي. چین بیا له روسیې سره د نفتو تړون ته ژمن دی او هند چې په نړۍ کې د نفتو ستر واردوونکی هیواد دی، غواړي له روسیې لا ډیر نفت په کمه بیه رانیسي.