1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسيې پوځي تمرينونه؛ څوک پکښې ګډون کوي او ولي؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

روسیې په داسې حال کې چې په لوېديځ کې په جګړه بوخته ده، په ختیځ کې یې د سترو پوځي مانورو له پاره تر۵۰ زرو ډېر عسکر راټول کړي دي. د «واستوک ۲۰۲۲» پوځي تمرينونه يوازې ستره پوځي ننداره نه، بلکې لوېديځ ته يو سګنال هم دی.

https://p.dw.com/p/4GIpF
په روسيه کې د واستوک ۲۰۲۲ پوځي تمرينونه
په روسيه کې د واستوک ۲۰۲۲ پوځي تمرينونهانځور: RUSSIAN DEFENCE MINISTRY/AFP

تر څو اونيو چمتووالي وروسته مسکو د «واستوک ۲۰۲۲» په نوم مانورې پېل کړي دي. د سپتمبر تر ۵مې نېټې به پر نورو سربیره هوايي او پراشوټي ځواکونه د عسکرو د تمرينونو په ديارلسو ميدانونو کې په روسيه کې عملياتو ته خپل چمتووالی نندارې ته وړاندې کړي.

په سايبيريا، لېرې ختیځ، اختسک او جاپان سمندرګي کې به هم تمرينونه ترسره شي.

که څه هم چې د روسیې مشرتابه په دې مانورونو کې د شاملو عسکر دقيق شمير نه دی په ډاګه کړی، خو د «واستوک» په تمرينونو کې به سږ کال څه نا څه ۵۰ زره عسکر، ۱۴۰ الوتکې او ۶۰ جنګي بيړۍ برخه ولري چې دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله ډېر لږ دي. هغه وخت مسکو ۳۰۰ زره عسکر مارش کړي ول چې دا تر سړې جګړې وروسته د عسکرو تر ټولو ډېر شمير وو.

روسيې د «واستوک ۲۰۱۸» په نوم پوځي مانورونه پېل کړل

سږ کال دې مانورونو د نړيوالو پام د يو شمیر متحدو هيوادونو له خوا د موافقې له کبله هم ځانته جلب کړی دی. دا لوېديځ ته يو ښکاره سګنال دی چې روسيه لا هم قوي ده او نزدې متحدين لري او په داسې حال کې چې ډېر عسکر یې په اوکراين کې ښکيل دي بيا هم د داسې سترو مانورو د ترسره کولو توان لري.

چين: له سياله تر متحده

د چين ولسي جمهوریت د روان کال د دې مانورو تر ټولو پیاوړی شریک دی. حتی د «واستوک ۲۰۱۸» تمرينونو له پاره چين په زرونه عسکر روسیې ته استولي ول او په دې توګه یې په مسکو کې له حکومت سره پر يووالي ټینګار کړی وو.

چين که څه هم چې اوږده موده د روسیې ستراتیژيک سيال ګنل کيد، خو چينايان هغه وخت په تمرینونو کې په بشپړه توګه شامل ول. تر دې د مخه کلونو کې مسکو په نظامي ولسواليو کې په تېره بيا پر هغو متحدينو تکيه کوله چې د شوروي اتحاد پر وخت د مسکو تر مستقيم کنترول لاندي ول.

چينايي پوځيان د تمرین ځای ته پر لار دي
چينايي پوځيان د تمرین ځای ته پر لار ديانځور: RUSSIAN DEFENCE MINISTRY/AFP

پر اوکراين د روسیې بريد د پيکنګ له پاره په دې مانورونو کې د برخه نه اخيستو باعث نه شو، بلکې برعکس. د چين د دفاع وزارت له خوا د دې تمرينونو په اړه ويل شوي: «هدف مو په دغه تمرینونو کې د شريکو پوځونو سره د عملي او پر دوستۍ د ولاړې همکارۍ ژورول، د برخه لرونکو پوځونو تر منځ د ستراتیژيک ګډ کار د کچې پراخول او پر بېلا بېلو امنيتي تهديدونو د غبرګون وړتيا پياوړي کول دي.»

لومړي چينايي عسکر لا د اونۍ په پېل کې په لیرې ختيځ کې د پريمورسکي سيمه ته رسېدلي ول.

«واستوک ۲۰۲۲» د دواړو هيوادونو له پاره چې تر جګړې د مخه [د اوکراين جګړه] یې «د بې سرحده ملګرتيا» ژمنه کړې وه، پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته لومړني ګډ عمليات نه دي. په می میاشت کې هم د دواړو هيوادونو بمب غورځوونکو په جاپان او جنوبي کوريا کې تمرينونه کړي ول.

هند د منځنۍ لارې په لټه کې دی

د چين په څېر هندوستان هم له دې ډډه وکړه چې روسيه پر اوکراين د يرغل له کبله وغندي. د هند مشرتابه د يوې منځنۍ لارې لټه وکړه؛ له يوه اړخه له اوکراين سره بشري مرستې او له بله اړخه له روسیې سره همکارۍ ته دوام. د دې يو مثال دا دی چې هند اوس هم له روسیې څخه هغه تېل پيري چې لوېديځ یې له رانيولو څخه انکار کړی دی.

د پوځي ګډکار په برخه کې هندوستان بيا له دواړو اړخونو سره تماس ته ليوال دی. په همدې وروستيو ورځو کې امريکايي ځانګړو ځواکونو د چين پولې ته څېرمه له خپلو هندي ملګرو سره تمرينونه وکړل.

دا چې هندي عسکرو غوښتل د «واستوک» په مانورو کې برخه ولري، هندي رسنيو یې لا دمخه په اړه رپوټونه ورکړي ول. دواړه هيوادونه د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د همکارۍ اوږد تاريخ لري.

د هند براهموس راکټونه: د هند او روسیې د همکارۍ نتيجه
په نوي ډيلي کې د براهموس راکټونو نندارهانځور: Partha Sarkar/Xinhua/IMAGO

دمګړۍ داسې کنګوسي رواني دي چې هند کيدای شي د روسیې سوپر سونیک - د اوږده واټن بمب غورځوونکې الوتکې رانيسي. د واستوک په تمرينونو کې یې بيا همکاري د پام وړ نه وه. د رسنيو د رپوټونو په حواله یې قطعه تر ۷۵ پوځيانو ستره نه ده.

له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی

سپينه روسيه د پوتين په موټي کې ده

د ۲۰۲۲م کال په ژمي کې سپينې روسیې مسکو ته پر اوکراين د بريد له پاره خپلې سيمې په اختيار کې ورکړې وې. د روسیې په حواله هغه تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر هغه وخت يوازې د ګډو پوځي تمرينونو په موخه هلته راټول کړل شوي ول. په عين حال کې د سپيني روسیې واکمن الکساندر لوکاشينکو بيا تر اوسه د اوکراين په جګړه کې د خپلو عسکرو له شامليدو ډډه کړې ده.

په لوېديځ کې د درنې پوځي مداخلې په پرتله په واستوک کې د سپينې روسیې ګدون يوازې سمبوليک دی. په منسک کې د دفاع وزارت ويلي دي چې په دغو تمرينونو کې یې تر ۲۵۰ ډېر عسکر ونډه لري.

تاجيکستان او منګوليا: مسکو ته اړتيا لري

د «واستوک ۲۰۲۲» په تمرينونو کې د تاجيکستان او منګوليا ګډون هم ډېر د حيرانتيا وړ نه دی. دواړه هيوادونه له روسیې سره ژورې پوځي همکارۍ لري او له اقتصادي پلوه هم پر مسکو تکیه کوي.

همدا راز په تمرينونو کې د چین ګډون یې هم ښايي د برخه اخيستو يو علت وي. د منګوليا د بهرنيو چارو سياست په دودیزه توګه دا هدف تعقیوي چې له خپلو ګاونډيو [چین او روسيې] سره ښې اړيکي ولري.

ب. ص/ ن. ز (Andreas Noll)

زموږ له آرشيف څخه: