1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې پارلمان پوتين ته د بلې دورې له پاره لار پرانيستله

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د روسيې پارلمان بالاخره په اساسي قانون کي داسي بدلون ته اجازه ورکړه چي له مخي يې پوتين ته د څلورم وار له پاره د ولسمشرۍ د دورې تر پاي ته رسيدو وروسته، د يوار بيا کانديديدو زمينه برابروي.

https://p.dw.com/p/3ZDlD
Russland Moskau Präsident Putin im Parlament
انځور: Reuters/Sputnik/Kremlin/A. Nikolsky

په دريمه او وروستۍ رايه اخيستنه کي د چهارشنبې په ورځ، ۳۳۸ وکيلانو دغه ډول قانون ته موافقه رايه ورکړه. مخالفه رای هيڅ چا ور نه کړه.

په دغه قانون کي د بدلون له پاره ۴۳ کسانو ممتنع رايي ورکړې او ۲۴ وکيلان حاضر نه ول. پوتين په خپله د سې شنبې په ورځ په اساسي قانون کي هغه بدلون ته لار پرانيستله چي له مخې يې هغه کولای سي تر ۲۰۳۶م کاله پوري پر خپله چوکۍ پاته سي.

نوموړي ۶۷ کلن، پارلمان ته په دې هکله زيگنال ورکړي وو چي د حکومتي گوند له خوا په دې اړه وړانديز ته هر وخت آماده دی. د اوسني مدار اعتبار قانون پر اساس، پوتين بايد په ۲۰۲۰م کال کي له ولسمشرۍ څخه تير سي.

خو تر شپږ کلنۍ دورې وروسته سمدستي يوې بلې دورې ته اجازه نه سته. اوس لا پوتين له دوو لسيزو راهيسي په روسيه کي سياست پر مخ بيايي. هغه په مجموعي ډول څلور دورې ولسمشر وو، په يوې څلور کلنې وقفې سره چي د صدراعظم په توگه يې کار کړي.

په رسمي ډول پوتين تر اوسه دا نه ده څرگنده کړې چي پس له ولسمشرۍ څخه څه پلانونه لري. د کا جي بي دغه پخواني افسر څرگنده کړې چي هغه د شوروي اتحاد هغه سيستم ردوي چي دولتي مشر به د ژوند تر پايه پر خپله چوکۍ پاته وو.

منتقدين پر هغه تور لگوي چي د دغه قانون په بدلون سره غواړي ځانته د بيا کانديديدو زمينه برابره کړي.