«د رسنيو د آزادۍ بد ترينه ۶ دښمنان وپېژنئ» (انځورونه)
داسي ورځ به نه وي چي د ژورنالستانو سره دي ناوړه وضعيت نه کيږي، هغوی دي نه ګواښل کيږي. د بې پولوژورنالستانو د رسنيو د آزادۍ تر ټولو خراب او بد بېلګي هيوادونه په ګوته کړي دي.
په سوريه کي د رسنيو پر آزادۍ ډزي کيږي
په سوريه کي د بغاوت د پېل راهيسي په دغه هيواد کي ګڼ شمېر ژورنالستان تعقيب سوي او وژل سوي دي. د بې پولي ژورنالستانو سازمان د سوريې هيواد د «درسنيو د دښمن» په توګه يادوي. د النصره وسله وال او د پخواني داعش يا «اسلامي دولت» وسله وال هم پر ژورنالستانو بريدونه کوي. ژورنالستان تښتول کيږي او په عامه محضر کي اعداميږي.
په چين کي د رسنيو آزادي
د بې پولي ژورنالستانو د سازمان په آند چين د بلاګ ليکونکو او ژورنالستانو تر ټولو لوی زندان دی. د چين استبدادي رژيم د ناخوښه بيانونو او څرګندونو پر ضد په سخته توګه غبرګون ښيي. په دغه هيواد کي د بهرني ژورنالستانو په وړاندي هم فشار مخ په زياتېدو دی. بهرني ژورنالستان اجازه نه لري چي و کليوالو سيمو ته ولاړ سي. بعضي وخت د هغوی چينايي همکاران يا ورسره مرکه کوونکي بنديانيږي.
وېټنام: پر رژيم د تنقيد په تور د زندان پر لور
په وېټنام کي خپلواکه رسنۍ وجود نه لري. واکمن کمونست ګوند و ژورنالستانو ته وايي چي څه شی خپور کړي او څه شی خپور نه کړي. زياتره د رسنيو ليکونکي، ژورنالستان او مشران د کمونست ګوند وفاداره غړي دي. چارواکو پر بلاګ ليکونکو مخ په زیاتېدونکې توګه فشار زيات کړی دی.
تش په نوم خپلواکي په ترکمنستان کي
د ترکمنستان د ټولو رسنيو څښتن ولسمشر ګوربانګولي بېردي محمدوف دی. په استثنی د ريسګال ورځپاڼي. خو د دغې ورځپاڼي د هري ګڼي د چاپ څخه تر مخه بايد چي هغه د چاپ اجازه تر لاسه کړي. انټرنټ هم د حکومت له خوا کنټروليږي او پکښي سانسور کيږي.
د ديکتاتور په امر
په شمالي کوريا کي د رسنيو آزادي وجود نه لري. د ژورنالستانو له پاره آزادي خپروني ناممکنه دی. د دغه هيواد ديکتاتور کين يونګ اون خپل هيواد د نړۍ څخه شکولی دی. هغه دستور ورکوي چي په رسنيو کي څه شی چاپ يا خپور سي او څه شی نه. په دغه هيواد کي په راډيوګانو او تلويزينونو باندي څوک صرف دولتي رسنۍ نيولای سي. په دغه هيواد کي که څوک خپل نظر څرګند کړي نو ښايي د خپلي ټولي کورنۍ په شمول بندي کړل سي.
ايريتريا: د افريقا شمالي کوريا
د بې پولي ژورنالستانو د سازمان په ليسټ کي تر ټولو آخر او خراب مقام د ايريتريا هيواد خپل کړی دی. د نړۍ په بل هيڅ هيواد کي د رسنيو آزادي داسي نه ده ځپل سوې لکه په ايريتريا کي. د دغه هيواد د زښت بد حالت په هکله هيڅ راپور نه ورکول کيږي. ډېر ژورنالستان د دغه هيواد پرېښودولو ته اړ ايستل سوي دي.