د ردشوو مهاجرو د اخراج قانون د لا سختولو غوښتنه
۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د آلمانۍ ورځپانې «پاساور نويه پروسه» سره په مرکه کي ويلي دي چې غواړي په دې اړه د راتلونکي کال په لومړيو کې د آلمان حاکم ائتلافي حکومت ته يو وړانديز وړاندې کړي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير وويل: «موږ بايد له ټولو امکاناتو کار واخلو تر څو ردشوي مهاجر بيرته خپلو اصلي هيوادونو ته واستوو، په ځانګړې توګه کله چې هغوی دلته د يو جرم مرتکب ګرځي. که پام کې وي چې يو کس بايد اخراج شي، بايد هغه توقیف کړل شي تر څو د اخراج پر وخت ځان پټ نه کړي.»
د دغو اقداماتو د ترسره کولو له پاره بايد يو قانوني اساس رامنځ ته شي. زيهوفر زياته کړه: «موږ بايد دغې موضوع ته په جدي توګه رسيدګي وکړو. سربيره پر دې باید اجازه ور نه کړو چې د هغو مهاجرو د اخراج مخنيوی وشي کوم چې د خپل هويت په اړه له درواغو او دوکې څخه کار اخلي او وايي چې اسناد يې له لاسه ورکړي دي.»
د هغه په خبره په دې برخه کې د «اقداماتو يوه جامع طرحه ترتيب شوې ده» چې پکښې يو هم په دولتي مرستو کې د کمښت راوستل شامل دي. زيهوفر وايي: «ټول اقدامات به پر دغه اساس ترسره کيږي: هر څوک چې د پناه غوښتنې حق لري، زموږ په هيواد کې به ورڅخه محافظت کيږي. خو هغه اشخاص چې د پناه غوښتنې حق نه لري، بايد دغه هیواد په ډيره چټکۍ بيرته ترک کړي.» د آلمان د کورنيو چارو وزير زياته کړه: «يو قانوني حکومت بايد اجرايې ځواک ولرې.»
زيهوفر وویل چې د آلمان د کورنيو چارو ايالتي وزيران د ده له ملاتړه برخمن دي. هغه زياته کړه: «د بهرنيانو د جرمونو په اړه اسناد بايد په امنيتي او د بهرنيانو د چارو په اړوندو اداو کې يو ځای شي، تر څو وشو کړای له پخوا څخه په لا چټکه توګه هغو بهرنيو مجرمانو ته مو پام اړولی وی چې د اوږدې جرمي سابقي لرونکي دي. همدا ډول به د دغو افرادو له خوا د لا ډيرو جرمونو د ترسره کولو مخنيوی وکړو. موږ د درنو جرمونو په هکله په پرله پسې توګه دا تجربه ترلاسه کړې چې کله جرمونه ثابت شوي، معلومه شوې چې متخلف کس د پوليسو په ادراه کې دوسيه لرلې ده.»
د آلمان د کورنيو چارو وزير يادونه وکړه چې هغه نه غواړي له ټاکلې مودې څخه د مخه له خپلې دندې پر شا شي، ځکه په وينا يې په حاضر وخت کې په هيواد کې د ثبات ساتنه ډيره مهمه ده.
هورست زيهوفر د مهاجرت په قوانينو کې د سختوالي راوستلو په موخه په جولای مياشت کې خپل د «مهاجرت ماسترپلان» معرفي کړی وو. له هغو پلانونو څخه چې په دغه «ماسترپلان» کې شامل دي يو هم پر هغو مهاجرو د دولتي مرستو کمښت او له سخت چلند څخه کار اخيستل دي کوم چې آلمان څخه وتلو ته اړ دي. همدا ډول د اخراج په موخه د ردشوو مهاجرو د توقيف مودې اوږدول هم پکې شامل دي.
په ياد «ماسترپلان» کې په مبدا يا اصلي هيوادونو کې د مهاجرو وضعيت ښه کيدو او ترانزيت ته پاملرنه شوې تر څو د تيښتو او مهاجرتونو مخه نيول شوي وي.
Me, si (epd)
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: