د دويچه ویله په نړیوال خبری سرويس کې خبرې پيښې
۱۳۹۷ دی ۵, چهارشنبهجاپان د نهنګانو له کميسون (آي ډبليو سي) څخه وځي او د نهنګانو د ښکار سوداګرې بيا پيلوي.دا به يوازي د جاپان په سمندري اقتصادي سیمو پورې محدود وي. يو دولتي ویاند ويلي: «موږ به د انترانتيک او يا سویلي سيمو په اوبو کي ښکار ونه کړو.»
د ايتنا غره اور پاشل نه آراميږي
د سیسلي ټاپو له ايتنا غره څخه اور راوتل دوام لري. په دغه چاپيريال کې ځکمه آرامه نه ده پاته. د دوشنبې له سهار راهيسې په سیمه کې څو واري زلزلې مځکه ښورولې ده.
د دولتي ادارو دروازې پرانیستل معلوم نه دي
دونالد ترامپ په واشنګتن کې وويل: نه شې کولې چې ووايې، کله به دولتي ادارې بیا خپلې دروازې د کار کوونکو پر مخ پرانيزي. هغه زیاته کړې ده چې دغه حالت بدلون نه مومي او تر هغه چې د مکسیکو تر منځ دیوال جوړول شوني شی. يوازنۍ لار چې جنایتکاران له قانون څخه سرغړونکي او د نشه يې توکو قاچاق کوونکې متحده ايالاتو ته نور رانه شي، د مکیسکو تر منځ د هسک ديوال جوړول دې.
د امریکای چارواکو په توقیف کې بل مهاجر ماشوم مړ شوې
په يوه مياشت کي دا دويم ځل دی چي يو مهاجر ماشوم د امريکايي چارواکو په توقيف کي مري. دغه پيښه په نيو مکسيکو ايالت کي د مهاجرو د توقيف په مرکز کي رامنځ ته شوې ده.د امريکا سرحدي ساتونکو ويلي دي: دغه اته کلن ماشوم د سه شنبې په شپه د امريکا په نیو مکسیکو ايالت کي مړ شوی. د مړيني لامل يې معلوم نه دی.
پناه غوښتونکي په ایرمل کانال کې وژغورل شول
د دواړو هیوادونو فرانسې او بريتانيا ځواکونو په ايرمل کانال کې تر څلوښتو پورې مهاجر ژغورلې دي. د هغوی ډير بريتانيا ته لیږدول شوي. مهاجر او پناه غوښتونکي بيا بيا هڅې کوي چې د ايرمل کانال له لارې له فرانسې څخه بريتانيا ته ولاړ شي. په وروستيو مياشتو کې د ژمې په دې سړه هوا کې دغه ډول کوښښونه نور هم ډير شوي دي.
سوريې د اسرايلو راکټې بريدونه وغندل
د سوريې د معلوماتو له مخې اسرائیلی جنګي الوتکو پلازمینه دمشق ته نږدې د وسلو پر ګودام راکټي بريدونه کړي دي. دغه بريدونه د پوځ پر ګودام لګيدلې او درې عسکر ټپيان شوي دي. دغه راکټونه د لبنان له سیمي څخه ويشتل شوی. د اسرايلو پوځ وياندې په دې اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه
.
ايران ـ د امريکا بندیزونه اقتصاد او وگړو ته زيان رسوی
ايران د امریکي متحده ايالاتو له بندیزونو سره مخامخ دی، چې د دولت لږ تنخوا لرونکو مامورينو او له دولت څخه مرسته اخیستونکو له پاره ستونزمنه ده. اوس دولتي مامورینو ته شل سلنه تنخواګانې زیاتي شوي دي. ولسمشر روحاني ويلي دي چې، امریکا غواړي په ایران کې زموږ اسلامي سیستم پر ګونډو کړي، خو امريکا به په دې کار کې ناکامه شي.