د درې اړخیزه غونډې په اړه غبرگونونه
۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعهد بریتانیي دولت تیره ورځ په افغانستان کې په خپل نوښت د پاکستان، افغانستان او بریتانوي چارواکو تر منځ مهمه درې اړخیزه غونډه جوړه کړه. په غونډه کې دبریتانیا صدراعظم دیوید کمیرون، د هغه پاکستانی سیال راجه پرویز اشرف او افغان ولسمشر حامد کرزي برخه لرله.
بریتانیا چې له پاکستان سره د څو لسیزو راهیسي ټینګ سیاسي علایق لري هڅه وکړه په دغه ناسته کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د باور زیانمنه شوي فضا سمه کړي. ولسي افغانان هم د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو په سمولو کې د بریتانیا رول مهم ارزوي.
د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل دوی د غربي ملکونو پر صداقت باوري دي خو پر پاکستان باور نه شي کولای، ځکه د دغه ملک واکمنو په وار وار د کاغذ پر مخ له افغان دولت سره د همکارۍ ژمني کړي خو په اصل کې ئې دوه مخي لوبه پر مخ بیولي ده.
د کابل پوهنتون یوه تن زده کوونکي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «زه هیله لرم چې له دغې درې اړخیزي ناستي مثبته نتیجه را ووزي او د درو واړو ملکونو په خیر وي.»
په کابل کې د بریتانیا، افغانستان او پاکستاني چارواکو دا ناسته پر داسي مهال کیږي چې همدا اوس له افغانستان څخه د بریتانوي سرتیرو د وتلو پروسه روانه ده .
دغه هیواد هڅه کوي د خپلو سرتیرو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیدونکي تشه په کورنیو ځواکونو ډکه کړي نو له همدې کبله ئې په افغانستان کې د پولیسو د روزولو له پاره د یوې داسي اکاډمۍ د جوړیدو لپاره هم چمتو والی وښودچي پرنړیوالومعیارونوبرابره وي.
خو یوه مسئله چې د بریتانيي او پاکستان د لومړيو وزیرانو تر سفر وروسته حکومت ته ډیره مهمه او په عین زمان کې د تشویش وړ وه هغه د یو شمیر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د دغو لومړي وزیرانو لیده کاته ول.
داسي ګنګوسې شته چې دغه لیدني د حکومت سیاسي مخالفینو ته د پاروونکي مورال ورکولو په مانا دي خو د سیاسي چارو کارپوه معین مرستیال، دا ګنګوسې رد کړې. هغه و وویل چې ګوندونه حق لري چې د نورو ملکونو له مشرانو او واکمنو سره وګوري:
«د پاکستان صدراعظم فکر کاوه چې په افغانستان کې هم ګوندونه جوړشوي دي نو ځکه ئي له هغوی سره وکتل، دغه ګوندونه د سیاسي افرادو او ډلو په توګه مطرح دي او له حکومت پرته باید بهرني میلمانه د غوښتني په صورت کې د سیاسي احزابو له مشرانو سره هم لیده کاته وکړای شي.»
میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض