د دره آدم خېل د وسله جوړونې صنعت په انځورونو کي
د پاکستان په دره آدم خيل کې د اروپایې، امریکایې او روسي وسلو نقل په داسې مهارت سره جوړیږي چې پیژندل یې حتی د ډیرو له پاره ستونزمن وي. دا چې د دې وسلو بیه د اصل په مقابل کې ډيره ټيټه وي، نو ډیر پیریدونکي او مينه وال لري.
د وسلو جوړولو یو تجربه لرونکی کارګر د خپلو شاګردانو او ډیرو ابتدایې سامان الاتو په مرسته د لاس په وسیله وسلې جوړوي. سیمه ایز خلک له تجربه لرونکو استاذانو څخه د وسلو د جوړولو هنر زده کوي.
دلته د چينایې ساخت توفنچې له ډیر مهارت او صفایې سره د لاس په وسیله جوړیږي. دا توفنجې په ټول پاکستان کې ډیرې مشهورې دي.
د بی روزګارۍ د زیاتوالي له امله ډیر تحصيل یافته ځوانان هم د خپلو پلرونو او نیکو په دې کسب(وسلو جوړولو) کې مصروفه دي. د دغو سیمو خلک د حکومت له بی توجهې څخه سرټکوي.
د دره آدم خيل د ځنو کارګرانو کار او هنر په ټول پاکستان کې مشهور دی او د دغه هیواد له مختلفو برخو څخه د لاس په وسیله د جوړو شویو وسلو فرمائشونه ترلاسه کوي.
په دره آدم خیل کې د وسلو جوړولو کومه نوې ټکنالوژی یا ماشينونه شتون نه لري. دلته د وسلو جوړولو په برخه کې له ډیرو پخوانیو ماشينونو او ابزارو څخه کار اخیستل کیږي.
په یو شمیر ګاونډیو هیوادونو کې داسې لیوالتیا موجودونه ده چې په دره آدم خيل کې جوړیدونکي وسلې د «ښکار او نورو مقاصدو» له پاره خريداري کړي، خو د قانوني ستونزو له امله دا کار نه شي کولی.
د «سرحد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري» په نامه ادره په دره آدم خيل کې د جوړیدونکو وسلو نندارتون جوړوي، تر څو د «ښکار او نخښه وشتلو په موخه» دغو وسلو ته د نړیوال بازار پام را واړوي.
د ټوپک او توفنچو تر څنګ په دره آدم خيل کې کارتوس یا مرمۍ هم ترلاسه کیدای شي. ډیري دغه کارتوس هم په سیمه ایزه کچه جوړیږي.
په دغو مارکيټونو کې د توفنچو سربیره اوتوماتیکې وسلې یا ماشيندارې هم جوړیږي. سیمه ایز کارګر ادعا کوي چې په دره ادم خيل کې جوړیدونکي اتوماتیکي وسلې د هر یوه بهرني هیواد له وسلو سره سیالي کولی شي.
د وسلو تر څنګ په دغو مارکيټونو او کارخانو کې د وسلو د ساتنې له پاره له چرم «څرمنې» څخه جوړ شوي پوښونه هم ترلاسه کیږي. د دې صنعت په برخه کې هم په سلګونو کسان مصروفه دي.
په دره آدم خیل کې پر جوړیدونکو وسلو په واضح ډول د «مډ اِن چاینا» یا چين ساخت لیکل شوي وي.