1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داينوسور ژوو د جوړه کېدلو رقص

۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

ځينو داينوسور يا لرغونو ژوو د سره جوړه کېدلو مخکې په هيجانۍ سره پښې دربولې. د امريکا په متحدو آيالاتو کې موندل شوي د پښو پلونه د تباشير په دوره کې داسې يوه تر سره شوي رقص باندې دلالت کوي.

https://p.dw.com/p/1HaxF
انځور: Xing Lida/ Yujiang Han

د جوړه کېدلو مخکې به يې پښې دربولې چې په ځمکه او خټو کې به يې سمدلاسه پلونه جوړېدل. د امريکا متحده آيالاتو په دېنوَر ښار کې د کولورادو پوهنتون څېړونکی، مارتين لوکلي، وايي چې دغه په اصطلاح ګډا به نارينه ؤ ژوو په ډله يز ډول تر سره کوله.

لوکلي او د هغه ټيم داسې نښې نښانې موندلې دي چې په دې دلالت کوي چې په دوو پښو باندې تلونکو د تېراپوده ډوله داينوسورانو کړو وړو نننيو مرغانو ته ډېر ورته والی درلود. تېراپوده د داينوسور يوې ډلې ته وايي چې غوښه به يې خوړله.

ځينو هغو به يې تر ۱۵ مترو پورې ونه يا قد درلود. د څېړونکو اوسنۍ موندنې له هغو ژوو څخه تر لاسه شوې دي چې ونه يې څلور متره وه. سره له دې هم تر لاسه شوي پلونه تر دوو مترو پورې قطر لري او ۲۵ سانتي متره ژور په خاوره کې ښخ دي. د «ساينتيفيک رپورټز» يعنې ساينسي راپورونو په نوم علمي مجله کې د لوکلي څېړنډلې خپل معلومات له نورو کارپوهانو سره شريک کړي دي. د تېراپودانو د پښو پلونه په کولورادو آيالت کې وموندل شول چې ۶۰ ميليونه کاله پخوا د تباشير په دوره کې په خاوره کې ښخ شوي ول.ځينې څېړونکي د رقص تيوري اټکلي بولي

Wissenschaft Artikel Nature Martin G. Lockley
انځور: M. Lockley

څېړنيزه ډله دا پلونه د داينوسورانو د جوړه کېدلو مخکې د يو ډول رقص پاتې شوني بولي ځکه چې د پښو دربولو له پاره په ټوله شاوخوا کې نور کوم علت نه تر سترګو کيږي. نه د خوارکي موادو يا ځالې د جوړولو له پاره کومې نښې نښانې وموندل شوې. په دې سيمه کې نه د هګيو، ښکار شويو ژوو يا د ځالو پاتې شونې موجودې وې.

د ماريلنډ پوهنتون د دايناسور کارپوه، توماس هولڅ په دغه څېړنه کې ګډون نه و کړی. هولڅ وايي چې دغه لوی پلونه به په ډېر احتمال سره د تېراپودانو وي. خو دا چې دغه ژوي دې د جوړه کېدلو مخکې پښې دربولي او ګډا کړې وي، د دې خبرې له پاره د ده په اند کافي شواهد نشته. خو دی زياتوي چې د دغې تيورۍ د ردولو له پاره هم کافي شواهد نشته.

په يوه برېښناليک کې هولڅ ليکلي دي چې «که هر ډول کړه وړه هم دلته تثبيت شوي وي، خو هغه دا ښېي چې د عمومي انګېرنې خلاف د داينوسورانو د نورو ژويو په څېر هم، د ښکار، خوراک او بريد کولو تر څنګ ډېر نور څه هم زده وو.»