د دالاس بريدګر د افغانستان د جګړې تجربه لرله
۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبهد هغه کس په کله چي پر پوليسو د ډزو کولو په تور تورن دی، ويل سوي دي چي دغه کار يې يوازي پلان کړی ؤ. دا چي هغه ولي د امريکا په دالاس کي پر پوليسو ډزي وکړې په هکله يې اټکل سوی چي هغه له سپين پوستو پوليسو څخه کرکه کوله.
د پوليسو له خوا د دغه تورن کس ميکا جانسن تر وژلو وروسته د هغه کور تلاښي سوی دی. پوليسو د وژل سوي تورن کس په اپارتمان کي زياتي وسلې، زغري او د بم جوړولو مواد او تجهيزات موندلي دي. پوليسو د جانسن په کور کي يوه داسي د ياداښت کتابچه هم موندلې چي پکښي د جګړې تخنيکونه ليکل سوي دي.
پوليسو تائيد کړې ده چي تورن کس ۲۵ کلن ميکا جانسن دی چي د ۲۰۱۳م کال له نوامبر مياشتي بيا تر ۲۰۱۴م کال تر جون مياشتي پوري يې په افغانستان کي د امریکايي عسکر په توګه وظيفه لرله. د دغه کس په هکله ويل سوي چي هيڅ جرمي سابقه يې نه درلوده.له سپين پوستو پوليسو کرکه
د دمګړی تر سره سوو پلټنو د پايلو له مخي ګومان کيږي چي تورن کس ميکا جانسن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۷ مه نېټه) په دالاس کي د پوليسو له لوري د تاوتريخوالي پر ضد د احتجاج پر وخت له يو پټ ځای څخه پر پوليسو ډزي وکړې. په دغه ډزو کي ۵ پوليس ووژل سول، ۷ نور پوليس او په همدې شان ۲ ملکي کسان ژوبل سول.
له هغه وروسته چي جانسن څو ساعته د موټرو په يوه پارکينگ کي ځان پټ وساته، پوليسو د يوه روبوت په مرسته تر هغه پوري چاودېدونکي توکي ولېږل او هغه يې د يوې چاودنې په مرسته وواژه. جانسن تر وژل کېدو دمخه له پارکينگ څخه له پوليسو سره خبري وکړې.
پوليسو هڅه کوله چي هغه تسليمۍ ته وهڅوي. په دغو خبرو کي نوموړي د خپل وسله وال بريد توجيه د سپين پوستو امريکايي پوليسو له خوا د تور پوستو په وړاندي په تاوتریخوالي کوله.
نوموړي په دغو خبرو کي ويلي ول چي دغه عمل يې په يوازي سر کړی او چا يې مرسته نه ده کړې. هغه تر وژل کېدو دمخه ويلي ول چي د هيڅ ډول سازمان په استازيتوب يې دغه بريد نه دی کړی.
پر پوليسو د ډزو دغه پېښه په داسي حال کي رامنځ ته سوه چي يو شمېر کسانو د پوليسو له خوا د دوو تورپوستو د وژلو پر ضد احتجاج کاوه.