1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش د مشر نوی ويډيويي پيغام

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

د داعش مشر ابوبکر البغدادي له پنځه کلن غیابت وروسته په یوه ویډیوي پيغام کې په سريلانکا ترهګریز بریدونه ستایلي دي. بغدادي ویلي دي چې دا د سوریي په باغوز کې د داعش د وروستي سنګر د له منځه وړلو غچ وو.

https://p.dw.com/p/3Hg5t
Irak Abu Bakr al-Baghdadi
انځور: picture-alliance/AP Photo/Al-Furqan

د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې مشر ابوبکر بغدادي له پنځه کلن غیابت وروسته تازه یو وار بیا خپلو دښمنانانو او پلویانو ته یوه تبلیغاتي ویډیو لیږلې ده.

بغدادي په دې ویډیویي پيغام کې چې د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۹۰م کال د اپریل میاشتې ۲۹) داعش ته نږدې رسنیو، د هغو له جملې څخه «الفرقان» کې خپره شوې ده، د سوریي په ختیځ او د عراق پولې ته څیرمه په باغوز ښار کې د خپلو جنګیالو وروستي مرکز یا قرارګاه لمنځه تلو ته اشاره کړې ده.

بغدادي په دې ویډیو کې وایي چې د سريلانکا بریدونه چې په پایله کې ۲۵۰کسان ووژل شول، د باغوز د ماتې د غچ اخیستنې په موجه ترسره شوي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د داعش مشر په دې ويډیو کې وايي: «ورونو تاسي په سریلانکا کې په خپلو ځانمرګو بریدونو سره د توحيدي «اسلامي دولت» غړو زړونو ته سکون ورکړی او په دې توګه مو د ایستر اختر په ورځو کې د عیسوي صلیبیونو پر بستر لړزه راوستې ده، څو د باغوز د ورونو د وينې انتقام واخلئ.»

اوبوبکر په دې ویډیو کې زیاته کړې: «دا د هغه غچ یوه برخه ده چې صليبیون یي باید په انتظار کې وي.»

د باغوز ښار، د داعش تر ولکې لاندي وروستۍ سیمه وه چې د روان کال د مارچ میاشتې پر ۲۲ د «سوریي د دیموکراتو ځواکونو» لاس ته ورغله. د دغو ځواکونو ویاند پر داعش د بشپړ بریا خبر ورکړ.

پنځه کاله مخکې داعش توانیدلی وو چې د سوریي او عراق پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي. باغوز د دې ډلې وروستی سنګر وو.

تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دا ۱۸ دقیقه یي ویډیو په کوم ځای کې ثبت شوې ده. په تیرو کلونو کې څو واره د هغه یعنې البغدادي د ټپي کیدو او یا هم مړينې په هکله رپوټونه خپاره شوي دي، خو په دې ویډیو کې ظاهره پر هغه د ټپ کوم آثر نه لیدل کیږي. د امریکا حکومت د داعش د مشر ابوبکر البغدادي پر سر ۲۵ میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.

البغدادي په وروستي ځل د ۲۰۱۴ م کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د موصل ښار په نوري جامع جومات کې د خطبی پرمهال د یوه ویډیوي پيغام له لارې خلافت اعلان کړی وو. نوموړي پر مسلمانانو غږ کړی وو چې د ده د خلافت سره دې بیعت وکړي.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ز