1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خپلې خور په قتل د تورنو افغان ورونو محاکمه پيل شوه

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

هغوی په دې تورن دي چې خپله خور يې په وحشتناک ډول وژلې او مړی يې په يوه بکس کې له برلين څخه د آلمان بایرن آيالت ته وړی و. د برلين په يوه محکمه کې د دوو افغانانو په وړاندې محاکمه پرون پيل شوه.

https://p.dw.com/p/46v8o
Deutschland Landgericht Berlin Prozess Sinisa K. ARCHIV
عکس له آرشيف څځهانځور: Olaf Wagner/imago images

د برلين د آيالتي محکمې مخکې د جمعې په ورځ د دوو افغانانو محاکمه پیل شوه چې عمرونه يې ۲۳ او ۲۷ کاله ښودل شوي دي. څارنوالي ورباندې تور پورې کوي چې خپله خور يې د ټيټو وجوهاتو له مخې وژلې وه چې علت يې ښايي »زاړه د پت او اخلاقو تصورات« وي. د ښځو په هکله دغسې تصورات د هغوی په افغاني الاصله کورنۍ کې پالل کېدل. خور يې د څارنوالۍ په حواله »يو غربي د ژوند طرز« پيل کړی وو چې غوښتل يې د تاوتريخوالي تر پېښو وروسته له خپل مېړه څخه هم جلا شي چې په ۱۶ کلنۍ کې ورسره واده کړل شوې وه. دغه څه او دا چې دغې ۳۴ کلنې افغانې ښځې يوه بل سړي سره تماس برقرار کړی وو، د هغې ځوانو ورونو ته له دې مخې د منلو وړ نه وو.

دغو دواړو تنو د پورته شوو تورونو له مخې د دوو ماشومانو دغه مور د تېر کال د جولای په ۱۳مه نېټه برلين کې په پلمې سره يوې ليدنې کتنې ته راغوښتې وه چې هلته يې ووژله. د څارنوالۍ په حواله دوی خپله خور خپه کړه او ستونی يې هم ورپرې کړ. د دغې ښځې مړی دغو ورونو په عين ورځ لا په يوه لوی ارابه لرونکي بکس کې د ټکسي د لارې د برلين د اورګاډي يوه تمځای ته يووړ چې له هغه ځايه دوی د بايرن آيالت په لور سفر وکړ. هلته يې د ۲۷ کلن تورن شوي ورور د اوسېدو ځای سره څېرمه غوښتل چې مړی يې ښخ کړي. د رسنيو د راپورنو په حواله قرباني خور يې تر دغې پېښې وروسته لومړی لادرکه اعلان شوې وه. خو د ښځې د ملګرو له منځ څخه د څرګندونو پر بنياد د جرم او جنايت شک هم راپورته شو. د څارنوالۍ په حواله يې د پلټنو پر مهال شک بالاخره د هغې پر ورونو باندې واوښت چې تر خپل عمل درې اوونۍ وروسته دواړه ونيول شول. د هغه وخت راهيسې دوی دواړه اوس په تحقيقاتي بند کې قرار لري.  

Bombengefahr in Köln
د ښځې مړی په يوه بکس کې بل آيالت ته انتقال شوی وو (انځور له آرشيف څخه).انځور: AP

تورن کسان له دې مخې د برلين د تمځای څخه د ويډيويي انځورونو، د ګرځنده تليفونو د ارقامو د ارزونې، د عيني شاهدانو د څرګندونو او د پلټنو د نورو پايلو له کبله تر بېړني شک لاندې راغلل. دغه کسان اصلا له افغانستان څخه دي، خو له دغې پېښې ډېر کلونه پخوا جرمني ته راغلي ول. د دغې قضيې د محاکمې له پاره تر اګست مياشتې پورې ډېرې ناستې په نظر کې نيول شوې دي.  

ن.ص./م.ک.ص./آ