1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د خوگانو د انفلونزا نوی ويروس څومره خطرناک دی؟

۱۳۹۹ تیر ۱۱, چهارشنبه

چینایی ویروس پيژندونکو د H1N1 د ویروس یو نوی ډول پیدا کړی چي له ۲۰۱۶ کال راهیسي د خوګانو په ګَلو کی مخ په زیاتدیو دی. همدارنګه د هغو د روزونکو په بدن کي هم یې د انتي بادی شتون ثابت سوی دی.

https://p.dw.com/p/3ec87
China Afrikanische Schweinepest | Symbolbild Schweine in Shenzhen
انځور: picture-alliance/imagechina/Y. Shuiling

ښه خبر لومړی: که څه هم چې د خوګانو هغه ساتونکي چي تر پلټني لاندی نیول سوي ول یو پر لسمه برخه یې د خوګ د نوي ویروس په ګریپ اخته سوي دي. خو  دغه ډول حالت تر اوسه پوري د خطرناکې انفلونزا د کومي نوي څپې د پيل کیدو سبب نه دی سوی.

د واشنګټن له پوهنتون څخه بیولوژی پوه، کارل بیرګستروم په تویتر کي واضح کړي چي، د نوي ویروس له امله سمدلاسه د کومي پاندیمي خطر نه لیدل کیږي. د هغه په خبره « داسي شواهد په لاس کي نسته چي «جي ۴ » دي له یوه کس څخه بل ته انتقال سي او دا هم په داسي حال کي چي له پنځو کلونو راهیسي هغه د پراخیدو په حال کي دی.»

خو بیا هم  لیکولان په خپلو هغه څيړنه کي چي د جون پر ۲۹ مه یې خپره کړي ، خبرداری ورکوي چي په خنځیرانو کي ددغه ویروس د پرله پسې څارني له مخي به هغه د نوي پاندیمي د رامنځته کیدو او آمادګي نیولو  له پاره مخکي له مخکي خبرداری وي. همدارنګه باید روغتیایی چارواکي هغه کسان هم معاینه کړي چي په مسلخونو او یا هم د خوګانو د پالني او روزني په برخه کي کارونه کوي.

ددغو لیکوالانو ټیم د نورو تر څنګ په پيکنګ او  شاندونګ کي  د وترنرۍ او زراعت له فاکولتو څخه وترنرانو او همدارنګه په پیکنګ کي د ویروس پیژندني له ملي انستیتوت څخه د ویروس پیژندونکو څخه جوړ سوی دی.

دا په جینتیک پوري اړه لري

کارپوهان هم له همدې کبله اندیښنه لري، دا ځکه چي دغه نوی ویروس داسي جینونه لري چي د یوې پاندیمي یا وبا د ویروس ځانګړتیاوي پکښي دي.

  دغه ډول ویروس د خنځیرانو د انفلونزا د هغه ویروس سره خپلوي لري چي په ۲۰۰۹ کال کي په ټوله نړۍ کي خپور سو. هغه همدارنګه د مرغانو د ګریپ له ویروس سره هم خپلوي لري.

کارپوهان د خپلو پلټنو له پاره د  ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۸ م کال پوري ارقامو باندي تکیه کوي. ددغه وخت په جریان کي هغوی له ۳۰ زرو خنځیرانو د پزې له افرازاتو څخه د هیواد په لسو ولایتونو کي نمونې اخیستي او  د خوګانو د  انفلونزا ۱۷۹ ویروسونه یې مشخصې کړي.

له ۲۰۱۶ م کال راهيسې معلومه سوه چي د « جي ۴  ایچ ۱این ۱» نوی ویروس په خوګانو کي تثبیت سوی. سربیره پر دې کارپوهانو وښودله چي دغه ویروس کیدای سي د انسان په تنفسي سیستم کي هم وده وکړي.

د فصلي انفلونزا له امله  د بدن خپل مقاومت نه رامنځته کیږي

بله خبره دا ده چي په انسانانو کي د نورو ویروسي ناروغیو لکه فصلي ګریپونو له امله د نوو ویروسونو په وړاندي انتي بادي پا د بدن خپل مقاومت نه رامنځته کیږي. کارپوهانو د خوګانو د روزني په ځایونو کي ۳۳۸ کسان تر آزمویني لاندي ونیول چی آیا هغوی به په دغه ویروس اخته سوي وي او که څنګه.

 په ۳۵ کسانو کي هغه معلوم سو چي دا ۱۰ اشاریه ۴ سلنه جوړوي. د ځوانو روزونکو په ډله کي چي د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ عُمرونه لري، ددغه ویروس اندازه حتی ۲۰ اشاریه ۵ سلنه وه. په عام اولس کي بيا ۴،۴ سلنه ککړ سوي ول. خو بیا هم دا کار ددې دلیل نه سي کیدای چی نوموړی ویروس دي له یوه انسان څخه بل ته انتقال سي.

gp/bs (Fabian Schmidt)